د سوريې کورنۍ جگړه او د کيمياوي وسلو کارونه
د سوريې په کورني جنگ کي تر اسه پوري تر سلو زرو زيات انسانان وژل سوي دي او تقريباً ۶ ميلیونه کسان کډوالۍ ته اړ سوي دي. د سوريې د کورني جنگ يو حالاتو ته يوه انځوريزه کتنه.
۲۰۱۱ کال د مارچ ۱۵
په سوريه کي د بشارالاسد رژيم پرضد پاڅون د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي پر ۱۵ نېټه له اعتراضونو سره پيل سوي. د اعتراضونو په لومړيو ورځو کي د کومت او احتجاج کوونکو تر منځ په اخ و ډب کي نزدې سل تنه ووژل سول.
۲۰۱۱ کال د جون ۲۳
د ۲۰۱۱ کال په جون مياشت کي لومړی ځل وو چي د سوريې له اړخه د ترکيې پرخاوره باندي توغندی لگېدلې تر هغه وروسته د سوريې او ترکيې او دغه راز لبنان او اردن تر منځ سرحدي شخړي پيل سوې.
د ۲۰۱۱ کال اگست ۳
د بشارالاسد رژیم له خوا د سوريې د اعتراض کوونکو تر ټکولو وروسته د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په لومړي وار د سوريې رژيم د محکومولو له پاره يوې موافقې ته سره ورسېده.
د ۲۰۱۲ کال د فيبرورۍ ۴
د حمص ښار چي پاڅونکوونکو ستر مرکز وو، سخته مرگ ژوبله پکښې رامنځ ته سوه چي په دغه وخت کي په سوو انسانان ووژل سول.
د ۲۰۱۲ کال د فيبرورۍ ۲۵
د نړۍ تر ۶۰ هيواونو زيات سره راټول سول او د «سوريې د دوستانو ډله» يې جوړه کړه، تر څو په سوريه کي کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي.
د ۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۴
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړي له مخي دغه سازمان سوريې ته د اوضاع د څېړلو له پاره خپل استازي ولېږل.
د ۲۰۱۲ کال د اگست ۲
د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان چي د دغه سازمان له خوا د سوريې د کړکېچ د حل له پاره څانگړی استازی معرفي سوی وو خپله ناکامي اعلان کړه. دغه راز په دغه وخت کي د بشري حقونو سازمانونو په سوريه کي د تازه ووژنو خبر ورکړ.
د ۲۰۱۲ کال د اگست ۲۰
د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، سوريې ته گواښ وکړ چي که تر «سرې کرښي» ترسي له جدي پايلو سره به مخامخ سي. تر «سرې کرښي» تېرېدل د کيمياوي وسلو استعمال ښوول سوی وو.
د ۲۰۱۳کال د فيبرورۍ ۲۸
د «سوريې د دوستانو» ډلي اعلان وکړ چي د دغه هيواد د اپوزيسيون د ملاتړ قصد لري. خو د اسد مخالفينو ته د درنو وسلو له ورکولو څخه به ډډه وکړي.
د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۹
د اسد رژيم مخالفينو او د هغه پوځ يو پر بل باندي د کيمياوي وسلو د استعمال تورونه ولگول.
د ۲۰۱۳ کال د جون ۱۴
د سپيني ماڼۍ د امنيتي مشاور مرستيال روښانه کړه چي د امريکا د اطلاعاتو سازمان په دې باور دی چي د اسد پوځ د عملياتو پر مهال کيمياوي وسلې استعمال کړي دي.
د ۲۰۱۳کال د جون ۲۶
په لندن کي د سوريې د بشري حقونو سازمان اعلان وکړ چي د سوريې په جگړه کي د وژل سوو کسانو شمېر تر يو لکو تنو واووښت. د دغه سازمان د معلوماتو له مخي په وژل سوو کسانو کي نزدې پنځه زره تنه کوچنيان دي.
د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۰
په ملگرو ملتونو کي د روسيې استازي ويتالي چورکين، وويل چي د سوريې حکومت مخالفينو د خان العسل ښار په شاوخوا کي زهرجن گاز استعمال کړی دی. هغه وويل چي دغه څېړني د سوريې د حکومت په غوښتنه سره ترسره سوې. روسيه د سوري رژيم يو له اصلي ملاتړو څخه شمېرل کيږي.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۱
د اسد رژيم د مخالفينو خبر ورکړ چي په زهرجن گاز سره نزدې ۱۳۰۰ تنه ملکيان وژل سوي دي. د اگست مياشتي د ۲۱ په ماښام د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ځانگړې غونډه وکړه او په هغه کښي په سوريه کي د زهرجن گاز د استعمال په اړه خبري وسوې.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۵
تر ډيرو جنجالونو وروسته د اسد رژيم دمشق ته څيرمه د زهرجن گاز د استعمال په اړه د ملگرو ملتونو څېړنکو ته د پلټونو اجازه ورکړه.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶
د ملگرو ملتونو څانگړو پلټونو کي دمشق ته څېرمه د گازو د استعمال په اړه خپلي پلټني پيل کړې.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چازو وزير په سپينه ماڼۍ کي وويل، چي په سوريه کي د گازو د استعمال په اړه ترديد د يقيني کېدو په حال کي دی. هغه وويل چي د اسد رژيم کيمياوي وسلې کار ولي دي.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷
د فرانسي جمهور رئيس فرانسوا اولاند په يوه تلويزيوني وينا کي وويل چي په سوريه کي له زهرجن گاز څخه کار اخيستل سوی دی او په دې اړه ئې بايد مسئولین جواب ووايي.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷
د امريکا متحده ايالاتونو د دفاع وزير چاک هيگل وويل، چي هيواد ئې دې ته تيار دی چي د اوباما له دستور سره سم پر سوريه باندي بريد وکړي. هغه وويل چي پوځ يې حملې ته تيار دی.
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۸
د امريکا متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جو بايدن په سوريه کي د اسد رژيم له خوا د زهرجن گاز د استعمال په اړه وويل: «د کيمياوي وسلو کار کوونکو ته بايد سزا ورکړل سي.» هغه زياته کړه: «زه او جمهور رئيس په دې فکر کي يو چي هغه څو ک بايد خپله کړي په سزا ورسيږي چي پر بې گنا کوچنياو، ښځو او نارينو باندي کيمياوي وسلې کاروي.»