د سوريې له پاره د ۵،۲ ميليارده ډالرو مرستي غوښتنه سوې ده
۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعهپر دې سربیره ملګرو ملتونو د دغو مرستو د ویشلو له پاره یو پلان هم وړاندې کړی دی. دغه سازمان په یوه رپوټ کې د سوریې د بېځایه شویو او نورو هیوادونو د ګډوالو شمیر هم وړاندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په خبره اوس نو دغه سازمان ۵.۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په سوريه کي له بې ځایه شویو کسانو او همداراز هغو سوریایانو سره مرسته وکړي، چې د جګړې له کبله ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنر انتونیو ګوتیرس، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ مرستې ډیري ضروري دي. دغه مرستې په سلهاو زرو کسانو ته د مرګ او ژوند خبره ده.»
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي چې دغه سازمان غواړي د دې پر ځای چې د حالاتو لا خرابیدو ته په تمه پاتې شي، همدا اوس په اقدام وکړي. اوس چې د سوریې له جګړې څخه څه نا څه ۲۷ میاشتې تیریږي، د دغې خونړۍ جګړې د یوې سیاسي حل لارې موندل اوس هم یو ستونزمن کار بریښې. اوس هم په سوريه کې د اسد د پلوي ځواکونو او پاڅونکوونکو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند ادرین ایدواردس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا چې د دومره ډیرو مرستو غوښتنه شوې ده په دې معنی ده چې د سوریې وضعیت ډیر خراب دی او د یوې سیاسی حل لارې رامنځ ته کیدل لا اوس هم شونې نه ښکاري.»
د ملګرو ملتونو د جمعې د ورځې په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به د سوریې د کډوالو شمیر له ۱.۶ میلیونو څخه ۳.۴۵ میلیونه کسانو ته ورسیږي. ویل شوي دي چې اوس هم په سوريه کې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان موجود دي چې نیمایي یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې ګډوډۍ پیل شوې چې تر اوسه یې په پایله کې ۹۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله اوس د دغه هیواد ډیر شمیر اوسیدونکي ترکیې، لبنان او اردن ته ګډوال شوي دي.