"د سوريې رژيم د مصر او تونس په شان تيروتنه کوي"
۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبهد مرګ ژوبلو شمير وار په وار زياتيږي. د مارچ د نيمايي څخه را په دي خوا کله چي د دغه رژيم پر ضد احتجاجونه پيل سويدي، تر اوس پوري لږ تر لږه 350 تنه وژل سوي.
د سوريي د پوځ ټولګي تيره شپه د دارا په ښار کي ځای پر ځای سول. عيني شاهدان د هغوی شمير تر 3000 سرتيرو پوري اټکل کوي. ځينو سرتيرو چي په ټوپکو سمبال ؤ د ودانيو پر بامونو موضع ونيوله.
ټاکونه په دننه کي ځای پر ځای سول. ترهغه وروسته ډزي واوريدل سوې. دود او لوخړي پورته سوې. د دغه وضعيت د موبايل تيلفونو د کمرو په واسطه عکاسي سوی او د عربي تلويزونونو ته واستول سو.
د نوموړي ښار اوسيدونکو د نا معلوم شمير مرګ ژوبلو خبر ورکړ. هغوي وويل چي مړي په سړکونو پراته دي او د بامونو پر سر د بريد کونکو سرتيرو له ويري څوک مړي او ټپيان ليږدولای نه سي.
ويل شوي دي چي بريښنا او د تيلفون شبکي غوڅي شوي دي. د جوماتونو له منارو څخه واعظان د ټپيانو د پالني لپاره د مرستو غوښتني وکړي. خو څوک چي له کوره ووځي پر ډزي کيږي. حتي د اوبو پر ټانکونو باندي ډزي کيږي تر څو ولسي وګړو باندي د اوبو بهير غوڅ کړي. دغه ټولي خبري د عيني شاهدانو د وينا څخه رسنيو ته رسيدلي دي.
د سوريي د دارا ښار د مارچ په نيمايي کي د رژيم ضد احتجاج مرکز ؤ. په لومړي سر کي مظاهره کونکو هلته او بيا د سوريې په نورو ښارونو کي د سياسي اصلاحاتو لپاره ږغ وکړ. د اوني له پيل څخه هغوی د بشارلاسد د رژيم د نسکورلو غوښتنه کوي. وجه يي دا ده چي د جمعي په ورځ د سوريې امينتي ځواکونو په خونړۍ توګه د خلکو يو احتجاج وټکاوه او ويل سوي دي چي د مړو شمير تر120 پوري ورسيدی.
د بشري حقونو فعالين رپوټ ورکوي چي د سوريې استخباراتي اداره په ټول هيواد کي د رژيم ضد غورځنګ په پټو فعالينو پسي ګرځي. د هغوی يو شمير په دمشق او هومز کي نيول سوي دي. د دغو فعالينو کابو 200 تنه لا درکه دي.
په دې منځ کي ويل کيږي چي 100 تنو ژورنالستانو، هنرمندانو او ليکوالانو يو غوښتليک امضاء کړی چي په هغه کي د رژيم له خوا د زرو زيايتو د پای ته رسولو لپاره غوښته کړې ده.
اولريخ/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل