1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د کيمياوي وسلو په له منځه وړلو کي پرمختګ نه کيږي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبه

د «کيمياوي وسلو د منع کولو» سازمان ته نژدې کسانو راپور ورکړی دی چي تر اوسه پوري د سوريې د کيمياوي وسلو يوازي په سلو کي پنځمه سلنه له دغه هيواد څخه ايستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AzJo
انځور: Philipp Guelland/AFP/Getty Images

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۹) د فرانسې خبري آژانس د کيمياوي وسلو د منع کولو نړيوال سازمان د نژدې کسانو په حواله راپور ورکړی دی چي د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو کار ډېر ورو روان دی او تر اوسه پوري د دغه هيواد د کيمياوي وسلو تر پنځه سلنه لږ برخه له منځه وړل سوې ده.

له هغه وروسته چي د تيرکال په اګست مياشت کي دمشق ته څرمه کيمياوي وسلې استعمال سوې او امريکا متحده ايالاتو پر سوريې باندي د پوځي يرغل ګواښ وکړ، د سوريې چارواکي دې ته تيار سول چي د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي خپلي ټولي کيمياوي وسلې له منځه يوسي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پريکړلیک له مخي چي د تيرکال په سپتمبر مياشت کي تصويب سو، سوريه بايد د ۲۰۱۴ کال تر نيمايي پوري خپلي ټولي کيمياوي وسلې په بشپړه توګه له منځه يوسې.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، ټاکل سوې وه چي د سوريې تر ټولو خطرناکه کيمياوي وسلې د سارين ګاز په ګډون د تيرکال د دسمبر مياشتي تر پايه پوري له دغه هيواد څخه ايستل سوي وای. خو نړيوال سازمانونه وايي چي دغه کار تر اوسه پوري بشپړ سوی نه دی.

د فرانسې خبري آژانس د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان ته نژدې کسانو له خوا ليکلي دي چي کېداسي دغه وسلي د روان کال د فيبرورۍ مياشتي تر ۵ نېټې پوري چي ټاکل سوې ده تر دغه وخته ټولي کيمياوي سولو له منځه وړل کيږي، هم دغه کار په بشپړه توګه ترسره نه سي.

دغه خبري آژانس لیکلي دي چي د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان وياند کريستيان کارتيه، د دغو ګومانونو په اړه غبرګون ښوولی نه دی.

په همدې حال کي بيا د امريکا د مخفي ادارو مدير جيمز کلاپر، تيره ورځ د دغه هيواد په سنا کي د امریکا د مخفي ادارو کمېټې ته په خپل کلني رپوټ کي ويلي دي چي د سوريې حکومت د بيالوژيکي وسلو توليد ته لاس رسی موندلی او کولای سي چي دغه وسلې د مخالفانو د ځپلو له پاره وکاروي.

د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان ته نژدې کسانو ويلي دي چي د دغه سازمان اجرايي چارواکي پلان لري چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳۰) سره راټول سي او پر اسد باندي د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پروسې د چټکولو په اړه د فشارونو راوستلو لاري وڅېړي.