1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې جنگياليو روزنه ستونزمنه پيل سوې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

په سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد مبارزه کي د امريکايي ځواکونو له خوا د سوريې د ياغيانو روزنه ډېره ورو روانه ده. د پلان له مخي بايد په کال کي ۵۰۰۰ جنگيالي وروزل سي. خو تر اوسه پوري ۲۰۰ جنگياليو ته زده کړي ورکړل سوي.

https://p.dw.com/p/1FjXG
انځور: picture-alliance/AP Photo/M Alleruzzo

د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند ستيو وارن، په واشنگټن کي ويلي دي چي هغه ستره پروژه داسي نه ده پيل سوې، لکه امريکا متحد ايالات چي ورته هيله من ول. تر اوسه پوري، يوازي د سوريې له «سلو څخه تر ۲۰۰» پوري جنگيالي د ترکيې او اردن په روزن کمپونو کي روزل سوي دي.

ويل کيږي چي د دغي روزني له پاره د سوريې نزدې ۶۰۰۰ جنگياليو ځانونه ثبت کړي دي خو تر اوسه پوري يوازي ۱۵۰۰ کسان د ارزوني په مرحله کي بريالي سوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وياند ويلي دي چي دا هم لږ پېچلې موضوع ده چي هغه جنگيالي چي په کورنۍ جگړه کي ښکېل دي دغو هيوادونو ته د روزني له پاره ولېږل سي.

د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر د چهار شنبې په ورځ د کانگرس په غونډه کي وويل چي دا ستونزمنه ده چي د سوريې په ياغي ډلو کي دي په داوطلبه توگه داسي کسان تيار سي چي «اسلامي دولت» ډله خپله دښمنه وگڼي.

د امريکا کانگرس د سوريې ياغيانو د روزلو او وسله وال کولو له پاره نزدې ۵۰۰ ميليونه ډالره ځانگړي کړي دي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» پروسږ کال د عراق د شمال او سوريې ډېره برخه په خپل کنترول کي راوستله او په دغو سيمو کي ئې جنايتونه پيل کړل.

امريکا متحد ايالات او متحدان ئې د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي په عراق او سوريه کي د داعش پر مرچلو او د وسلو پر زېرمو باندي هوايي يرغلونه کوي.

د اسلامي دولت ډلي پرضد په مځکني جنگ کي واشنگټن د عراق د پوځ، کردي ملېشو او سوريې د ياغيانو ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب