د سوداگريزو اسانتياوو د برابرولو غونډه
۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سوداگريزو همکاريو رئيس وحيدالله ويسی د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۲) په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي د دغې غونډي اصلي موخه د سوداگرۍ په برخه کي د اسانتياوو برابرول دي:
«موږ د خپلي اقتصادي پاليسۍ له مخي د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کي له گاونډيو هيوادونو سره همکارۍ پيل کړي دي. پاکستان، تاجيکستان او قرغزستان هيوادونو ته مو د سوداگرۍ په برخه کي خپل وړانديزونه کړي دي.»
هغه زیاته کړه، چي سوداگري او ترانزيت د انتقال پروسې په بهير کي د افغان دولت په لومړيتوبونو کي راځي، او د اقتصادي پروسې انتقال د پوځي پروسې د انتقال اصلي محور دی.
پر سياستوالو باندي فشار
په دغه غونډه کي د مرکزي اسيا پوهنتون رئيس بودان کراوچينکو، وويل چي افغانستان ته د مرکزي اسيا د ډيرو سوداگرو راتگ د دغه هيواد د خلکو په گټه دی.
هغه زياته کړه:«يوه اوږده لاره مو په مخکي ده، چي خپل سياستوال په دې قانع کړو، چي د سواگرۍ له پاره ښه ترا سيستم جوړ کړي.»
کراوچينکو وويل، چي د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کي نه يوازي له افغانستان سره سندونه نه دي لاسليک سوي، بلکي په خپله د مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ هم دغه ستونزده سته.
افغانستان او د اسيا د زړه ډيرو هيوادونو پتېيلې ده چي په لومړی سر کي د اعتماد کولو اووه معيارونه تطبيق کړي.
په دغو معيارونو کي، د افغانستان او سيمي هيوادونو د سوداگرۍ خونو تر منځ اړيکي او همږغي، له سوداگريزو فرصتونو څخه کار اخيستل، له تروريزم سره مبارزه، له مخدره موادو سره مبارزه، د ښووني او روزني بهير ښه والی او له طبيعي پيښو سره مبارزه شامله ده.
په غونډه کي د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو چارو مسئولینو ويلي دي، چي افغانستان او د مرکزي اسيا هيوادونه د سوداگرۍ په برخه کي اسانتياوو راوستلو ته اړتيا لري.
د سوداگرۍ او صنايع خوني سپرست رئيس قربان حقجو وويل:«موږ په دې تمه يو، چي د دغو بحثونو په نتيجه کي د سوداگرۍ او ترانزيت خطونه معلوم سي. او هغه څه چي د دغه خطونو د جوړولو له پاره په کار دي، دولتونه ئې بايد د اماده کولو تلاښ وکړي.»
حقجو وويل، چي اوس وخت د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو د اوسېدونکو تر منځ اړيکي محدودي دي او بايد د دغو هيوادونو اوسېدونکو ته د راشه درشه له پاره زمينه برابره سي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل