1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سمنګانو د وروستۍ پیښي عاملین پیژندل شوي»

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هغې ډلي د پیژندګلوۍ خبر ورکړ چې وایې د اونۍ په پیل کې ئې په شمالي ولایت سمنګانو کې د ولسي جرګې د یوه وکیل په ګډون یو شمیر لوړ پوړي حکومتي چارواکي ووژل.

https://p.dw.com/p/15ZMP
انځور: picture-alliance/dpa

څو ورځي دمخه د سمنګانو په ایبک ښار کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د ولسي جرګې غړی احمد خان سمنګاني په نخښه کړ چې د نوموړي په ګډون د لویدیځ زون د پولیسو مشر جنرال سامع، د ملي امنیت رئیس، د امنیت امر او دوه ولسوالان له مینځه ولاړل.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وايي دوی هغه ډله پیژندلې ده چې دغه برید ئې پلان کړی وو. بسم الله محمدي وایې د دغې ډلي یو شمیر غړي د سمنګانو دسوف درې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي او له هغوی څخه د تحقیقاتو پر مهال څرګنده شوه چې برید د چا له لوري تر سره شوی دئ.

محمدي وایي چې د برید تر شا طالبان لاس لري خو په پلي کولو کې ئې د سیمي استخباراتي کړیو هم ورسره مرسته کړې ده. د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په خبره، د تحقیقاتو تر بشپړیدو دمخه به په دغه باب نور جزئیات خپاره نه کړي خو ډاډه دئ چې پولیس ځواک به په دغه برخه کې مهم پرمختګ ته ورسیږي:

«د سمنګانو د وروستي ترهګریز یرغل طراحان پيژندل شوي دي، دا چې پیښه تازه رامنځ ته شوي ده زموږ پلټونکي ډلي هڅي کوي چې په دغه پیښه کې ټولي ښکیلي غاړي وپیژني او د قانون منګولو ته ئي وسپاري.»

د حکومت سیاسي مخالفین د پخوانیو جهادي مشرانو پر ضد دغه ډول وژونکو بریدونو ته د ځنځیري وژنو نوم ورکوي او تر ډیره حکومت پړ بولي چې د دغه راز پیښو په مخنیوي کې پاتي راغلی دئ. له دغې ډلي یو هم د تغیر اوامید د ګوند مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دئ.

نوموړي په کابل کې د یوې ناستي پرمهال وویل چې د دغو ځنځیري وژنو ځواب، ملت ته باید پخپله ولسمشر ورکړي.

د ډاکټر عبدالله په خبره ولسمشر او ډلګۍ یې په پوره بي تفاوتۍ سره د جهادي مشرانو او دیني عالمانو د هدفي وژنو پر وړاندي چوپه خوله ناست دي او که د دې کار مخه و نه نیول شي ولس به ئې پخپله دچارې په فکرکي شي:

له تیرو دوو کلونو راهیسي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر مخکښ جهادي مشران او قوماندانان په یوه او بل نامه د ناڅرګندو کسانو له لوري ترور شوي دي.

تیر کال په کابل کې د جمیعت ګوند مشر برهان الدین رباني د یوه ځانمرگي بریدگر له لوري په خپل کور کې ووژل شو.

له هغې مخکې په تخار او کندز کې د یوه والي او دوو امنیه قوماندانانو په ګډون یو شمیر لوړ پوړي حکومتي چارواکي له مینځه ولاړل.
په جنوبي ولایت کندهار کې بیا پخپله د ولسمشر ورور د یوه وسله وال ساتونکي له لوري په مرموز ډول ترور شو. خو تر اوسه پوري نه هم د یوه قتل عامل نیول شوی او نه هم کوم څوک محاکمه شوی دئ.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض