د سعودي پوليس د پاکستاني نرښځيانو وژنه نه مني
۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبهرویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې سعودي عربستان په پاکستاني رسنیو کې هغه رپوټونه رد کړي دي چې د عربستان په پلازمینه ریاض کې په نزدې وخت کې ۳۵ نرښځیان نیول شوي او دوه تنه یې په توقیف کې مړه شوي دي.
د پولیسو له خوا د احتمالي تشدد په ترڅ کې د پاکستاني نرښځیانو د وژل کیدو رپوټ د «ټرانس ایکشن پاکستان» په نوم د نرښځیانو سازمان او همداشان د بشري حقونو سازمانونو د دوشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې ورکړی وو. خو د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغه ډول خبرونه «بیخي ناسم دي او پر هیچا تشدد نه دی شوی.»
خو د سعودي د کورنیو چارو وزارت له خوا دا ویل شوي دي چې یو پاکستانی د توقیف پر مهال مړ شوی دی. اعلامیه زیاتوي: «پر یوه ۶۱ کلن پاکستاني باندې د زړه حمله راغلې وه او روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوی وو چې بیا هلته مړ شو.» په وينا پاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې د «پاکستان سفارت دغه او دې ته ورته یوه بله قضیه بررسي کوي.» د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې خپل هیواد (پاکستان) ته د دغه کس د جسد د استولو پروسه پیل شوې ده.
تیره اوونۍ د سعودي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې پولیسو پر یوه مېلمستیا باندې په چاپه وهلو ۳۵ تنه نیولي دي. ویل شوي چې دغو کسانو سینگار کړی وو او د ښځو کالي یې اغوستي ول. خو د سعودي عربستان رسنیو د نرښځیانو کلمه نه وه کارولې او نه یې هم د کوم کس د وژل کیدو رپوټ ورکړی وو.
په پاکستان کې د نرښځیانو فعاله فرزانه ریاض د دوشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته ویلي ول چې په سعودي کې میشت د نرښځیانو ټولنې سرچینو دوی ته ویلي ول چې دوه پاکستانیان په لرگیو باندې دومره وهل شوي ول، چې مړه شول.
فرزانه ریاض خبریالانو ته د نرښځیانو له لوري استول شوي انځورونه او تلیفوني پیغامونه هم وښودل. دغه نرښځیان لا هم د سعودي د پولیسو په توقیف کې دي.
په همدغه مطبوعاتي کنفرانس کې د بشري حقونو یوه فعال قمر نسیم ویلي چې د دغي پیښې په هکله موجود معلومات یې د پاکستان د پارلمان له ځینو غړو سره شریک کړي هم دي.