1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سريلنکا پر خونړي بريدونو د اسلامي هيوادونو غبرګونونه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د اسلامي همکاريو سازمان په سريلانکا کي خونړي بريدونه محکوم کړي دي او د تروريزم پرضد مبارزې په برخه کي يې د نړيوال پيوستون غوښتنه کړې ده. د افغانستان په گډون نورو اسلامي هيوادونو هم په جلا جلا توگه دغه بريدونه غنډلي دي.

https://p.dw.com/p/3HHFh
Relatives of victims react at a police mortuary following bomb blasts in Colombo
انځور: Reuters/D. Liyanawatte

په سريلانکا کي د يکشنبې په ورځ د مسيحيانو د اختر د مراسمو پرمهال سختي چاودني وسوې. دغه چاودني د دغه هيواد د پلازمېني کلمبو په درو لکسو هوټلونو او يوه کليسا او دوو نورو ښارونو په دوو کليساوو کي وسې. دغه بريدونه هغه وخت وسول چي د دغه هيواد مسيحيانو د خپل عيدالقيام يا ايستر مراسم تر سره کول.

د سريلانکا د دولتي سرچينو د تازه معلوماتو له مخي چي د سه شنبې په ورځ خپاره سوي دي، په دغو چاودنو کي د قربانيانو شمېر ۳۱۰ کسانو او د ټپيانو دا ۵۰۰ ته لوړ سوی دی. په دغه هيواد کي د سه شنبې ورځ ملي ماتم اعلان سوی.

د سريلانکا حکومت د معلوماتو له مخي، د دغو چاودنو مسئوليت په دغه هيواد کي د دوو افراطي اسلامي ډلو پرغاړه دی. د دغه هيواد د دفاع وزير مرستيال رووان ويجواردنه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۳مه) پارلمان ته ويلي دي چي د «جماعت ملي توحيد» او «د ملت ابراهيم جماعت» په نوم ډلې د بريدونو تر شا لاس لري. هغه زیاته کړه چي لوموړي تحقيقات ښيي چي دغه بريدونو د نوي زيلاند په هيواد کي پر مساجدو د بريدونو په غبرګون کي تر سره سوي دي.
دولتي منابعو ويلي چي بريدونه د يادو ډلو له خوا د باندنيو ترهګرو په مرسته تر سره سوي دي. له بلې خوا د داعش ترهګرې ډلې د چهار شنبې په ورځ وويل چي په سريلانکا کي بريدونه د دوی د غړو له خوا تر سره سوي ول.

د راپورونو پر اساس تر اوسه ۴۰ تنه په يادو بريدونو کي د لاس لرلو په شک نيول سوي دي. په نيول سوو کسانو کي هغه موټر چلوونکي هم شامل دي چي شک کيږي بريدګر يې د بريدونو ځای ته بېولي ول.

د اسلامي هيوادونو غبرګونونه

په سريلانکا کي دغو خونړيو بريدونو په ټوله نړۍ کي غندونکي غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ زیات شمېر هيوادونو چي پکښي اسلامي هيوادونه هم شامل دي، دغه بريدونه محکوم کړل او د سريلانکا له ولس سره يې ځانونه په غم کي شريک وبلل.

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) چي پکښي ۵۷ اسلامي هيوادونه غړيتوب لري، دغه بريدونه چي «عبادت کوونکي او غېر نظاميان» يې هدف وګرځول، «شديد محکوم» کړي دي.

Sri Lanka Colombo Militär nach Explosion vor St. Anthony's Kirche
په سريلنکا کي د يکشنبې په ورځ ترهګرو بريدونو سخته ژوبله واړولهانځور: Reuters/D. Liyanawatte

د دغه سازمان رئيس ډاکټر يوسف العثيمين د ترهګرۍ په وړاندي د نړيوالې همکارۍ غوښتنه وکړه. په يوه اعلاميه کي نوموړي دغه بريدونه «چي د انساني ژوند تقدس نقض کوي» رد کړي او د ترهګرۍ او توندلاريتوب په وړاندي يې د خپل سازمان هر ډول همکاري اعلان کړې ده.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په سريلانکا کي ياد ترهګر بريدونه «په شدت» غندلي دي. په خبر کي راغلي دي چي افغان ولسمشر د بريدونو د قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره خپله «ژوره همدردي» ښودلې ده. هغه زیاته کړې چي «پر عبادت کوونکو بريد وحشت دی» او دا چي افغانستان په «دغه توره ورځ» له سريلانکا سره په پيوستون کي قرار لري.

ايران او ترکيې هم دغه بريدونه غندلي دي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي: «موږ دغه ترهګر بريدونه چي په کلمبو کي پر عبادت کوونکو په بې رحمانه توګه تر سره سول سخت غندو.»
 

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپل يو تويتري پيغام کي ويلي: «ترهګري يو نړيوال ګواښ دی او له هيڅ مذهب سره تړاو نه لري. دغه پديده بايد په ټوله نړۍ کي محکومه سي او پر وړاندي يې مقابله وسي.»


آژانسونه/ دويچه وېله / ن.ا.