1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د سرتيرو په را ايستلو کي بايد تلوار و نه سي"

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د المان د پوځ د پارلماني مسئول له نظره د لوژستيکي فشارونو په پام کي نيولو سره له افغانستان څخه د الماني سرتيرو د وتلو پلان بايد د وخت له لحاظه تر فشار لاندي نه وي.

https://p.dw.com/p/15I8s
انځور: AP

په پام کي ده چي د نورو نړيوالو ځواکونو په څير المانيان هم د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي. خو ددغه هيواد په فدرالي شورا کي د پوځ د چارو مسئول وايي، چي دغه لوژستيکي فشار پر پوځ باندي ډير«دروند پيټی» دئ.

د المان د ليبرال ديموکرات، FDP، دغه سياستوال هلموت کوينيگزهاوز، د خپل هيواد«دي ولت» نومي ورځپاڼي ته ويلي دي: «د۲۰۱۴کال تر پايه پوري د سرتيرو د ايستلو له پاره يوه ستر ظرفيت ته اړتيا ده.» کوينيگزهاوز زياته کړه:«د سرتيرو د بيرته ايستلو ماموريت گران او کړکېچن دئ، ځکه چي د جنگي سرتيرو په کمولو سره د پوځ د ټولو سرتيرو په شمير کي وار په وار لږوالی راځي.»

دغه راز د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، ايساف، الماني قوماندان، اريښ پيفر هم له نوموړي ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي اوس څېړنه روان ده چي له افغانستان څخه د الماني سرتيرو د را ايستلو له پاره څه شمير«مرسته کوونکي» په کار دي.

هغه وويل چي له څو اونيو را هيسي ترانسپورتي الوتکو د ځينو وسايلو او تجهيزاتو په را لېږدولو پيل کړی دئ.

نوموړي جنرال وويل:«۲۰۱۲کال د پلان جوړولو او د تخليې د پيل کال دئ.» خو جنرال پيفر شکايت وکړ، چي په اوسنيو بحثونو کي ډيرو دا خبره له پامه غورځولې ده، چي «بيرته وتل هم يو مهم ماموريت» دئ.

د فدرالي شورا يا بوندستگ د پوځ د چارو مسئول، کوينيگزهاوز د روانو عملياتو ځينو نورو چيلينجونو ته هم اشاره وکړه او ويويل چي له پاکستان سره په گډه پوله کي د وضعيت د خراپيدو له امله اوس اکثره هيوادونه غواړي چي د افغانستان د شمال له لاري خپل پوځ او پوځي تجهيزات وباسي.

په عين وخت کي د المان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د جون ۱۹) خبر ورکړ چي په افغانستان کي به ئې د پوځ پياده ټولگي له ۲۰۱۳کال څخه په نوو او عصري دفاعي تجهيزاتو سمبال سي.

په دويسلدورف کي د پوځي صنايعو د سرچينو له خولې ويل شوي دي چي د«۵۰ ميليونو ايرو» په ارزښت دغه نوي پوځي تجهيزات اخيستل شوي دي. په دغو تجهيزاتو کي «گلاديوس» نومي وسايل هم شامل دي چي د هغو په مرسته پياده ټولگي د عملياتو په وخت کي يو له بله سره اړيکي ټينگوي.

هغوي له دې لاري کولای سي چي يو بل ته د خپل «موقعيت» او خپلي «موضع» په هکله معلومات ورکړي.

د افغانستان له حکومت سره د يوې موافقي له مخي د ناټو تر مشري لاندي نړيوال امينتي ځواک موافقه کړې ده چي خپل ټول جنگي سرتيري به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له دغه هيواد څخه باسي. المان په روان وخت کي۴۷۰۰ سرتيري،۶۰۰۰ کانټتنره وسايل او تجهيزات او ۱۹۰۰ پوځي نقليه وسايل لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل