د ستري محکمې د دارالانشا رئيس ووژل سو
۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه
د ستري محکمې د دارالانشا رئيس عتيق الله روفي، د شنبې په ورځ سهار (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۳مه) په کابل کي د وسله والو کسانو له خوا په مرميو وشتل سوی او وژل سوی دئ.
د کابل د امنيتي قوماندانۍ جنايي آمر فريد افضلي، اسوشېتدپرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي پر روفي باندي د کابل په پنځمه ناحيه کي د هغه کور ته نژدې وسله وال يرغل سوی دئ.
د روفي يوه همکار چي آژانس ته ئې د خپل نوم له ښوولو څخه ډډه کړې ده، ويلي دي چي پر روفي باندي دوو تنو وسله والو کسانو چي پر موټر سايکل سپاره ول، هغه مهال يرغل وکړ چي هغه خپل موټر ته روان وو.
د افغانستان د ستري محکمې پردغه لوی چارواکي باندي د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو ورځو کي د افغانستان په پلازمېنه کابل کي وسله والو يرغلونو، ځانمرگو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړل سوی دئ.