د سترو تفریحي کښتیو د سیاحت مثبت او منفي اړخونه
په دې انځوریز رپوټ کې به تاسې ته په سمندري تفریحي بیړیو کې د سفر کولو په اړه معلومات وړاندې شي. د کرونا وبا د خپریدو تر دوو ویجاړونکو کلونو وروسته اوس په اروپا کې د کروز کښتیو د سیاحت صنعت یو وار بیا غوړیدلی دی.
یو سیار هوټل
نن پالما، سبا بارسلونا او بله ورځ مارسي، هغه هم بی له کوم لوی بکس څخه. په دې کښتۍ کې سیلانیان په سمندر کې لامبووهونکی هوټل ډیر خوښوي. د ورځې له خوا په ځمکه کې د لویو ښارونو سیل او ماښام د خپلې خوښې په بار یا شرابخانه کې الکولي مشروبات او بیا د شپې په نرم بستر کې ویده کیدل. د سمندري کښتۍ په څیر پُر سکون سفر بل نه شي کیدلی.
د ځوانانو او زړو له پاره مسترح ساحل
د کروز کښتیو یا سمندري بیړیو سفر خسته کن وي او د تقاعده شوو کسانو له پاره ډیر په زړه پورې وي؛ دا یو فرسوده نظر دی. په ځوانانو کې هم د کروز کښتیو سیاحت ډیر محبوبیت لري. په کښتو کې د هر عمر سیلانیانو ته جلاجلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. لوبې، ښایسته منظرې او ډول ډول تفریحي پروګرامونه، د هر چا د دلچسپۍ مطابق څه ناڅه دلته موجود دي.
د کوچنیو کښتیو له هیجانه ډک سفر
که غواړئ د لویو کښتیو له هجوم څخه ځان وساتئ، بیا یو ماجراجو کښتۍ ریزرف یا بُک کړئ. دا د نورو کښتیو په مقابل کې کوچنۍ، پُر سکون او چاپیریال دوسته وي او د شمالي او جنوبي قطب پر مسیرونو حرکت کوي. بی له شکه دا ډول سفر د لویو تفریحي بیړیو څخه په ډیره ګرانه بیه تمامیږي.
د لږو پيسو په بدل کې بی فکره سفر وکړئ
لوی سیاحتي شرکتونه خپلو پیرودونکو ته هر ډول اسانتیاوي برابروي. مشتریان باید د هیڅ شي په هکله انديښنه ونه کړي. بشپړ پروګرام یوازې په څو کلیکونو سره بک کولی شي. خوراک څښاک او ډیري وختونه د پرواز قیمت هم په دې پيکجونو کې شامل وي.
پر چاپیریال ناوړه اغیزې
د چاپیریال ساتنې کارپوهان وايي چې د دا ډول سیاحت اصلي بیه چاپيریال پرې کوي. که څه هم د لویو بیړیو صنعت هڅه کوي چې د مضرو ګازونو د خارجیدو مخه ونیول شي، خو سره له دې هم اکثره لویې کښتۍ ډیر سون توکي مصرفوي، کوم چې چاپیریال ته زهر بلل کیږي.
د چاپیریال ککړتیال
کروز کښتۍ اکثره په ښارونو کې لنګر اچوي، ځکه نو د چاپیریالي ککړتیا له پلوه پر سیلانیانو او د سیمې پر اوسیدونکو د یو ډول بوج سبب کیږي. په کښتۍ کې کاریدونکی ډیزل په موټرو کې له کاریدونکي ډیزل څخه څو برابره ککړ وي چې د هوا معیار هم ډیر اغیزمنوي.
په لویه پيمانه سیاحت
نه یوازې په کښتۍ کې دننه د سیلانیانو بیروبار زیات وي، بلکې د لیدو وړ ځایونو ته د سترو سیاحتي بیړیو د سیلانیانو په داخلیدو سره په دغو ښارونو کې هم ګڼه ګوڼه زیاتیږي. د بیلګې په توګه په وینس یا دوبروونک ښارونو کې.
د یونسکو نړیوال فرهنګي میراث
د سمندري بیړیو له کبله نږدې وه چې د وینس ښار د یونیسکو د نړیوال فرهنګي میراث درجه له لاسه ورکړي. په وروستیو شیبو کې ښار پریکړه وکړه چې لویې بیړۍ به نور په مرکزي ښار کې د لنګر اچولو اجازه ونه لري او یو موقتي ترمینل ته به ځي. د چاپیریال ساتنې د یوې اوږد مهالې پروژې په ترڅ کې به په ښار کې دننه د دغو کښتیو پر لنګر اچونې بشپړ بندیز ولګول شي.
ډیره ګټه او لږ معاش
د ټکس یا مالیې څخه د بچ کیدو په خاطر نږدې ټولې لویې بیړۍ د تش په نامه بیرغونو لاندې سفر کوي. کمپنۍ خپلې بیړۍ په ایټالیا، مالتا او بهاماس په څیر هیوادونو کې له ثبتولو سره لږه مالیه ورکوي او ډیره ګټه کوي. خو سره له دې هم د کښتیو کارکونکي ډیره ګټه نه ترلاسه کوي، په ځانګړي توګه د کښتۍ خدمه په المان کې د ورځې مزد تر ټيټې کچې هم کمې پيسې ترلاسه کوي.
د کرونا دور تر وقفې وروسته
نږدې د دوو کلونو راهیسې د تفریحي کښتیو صنعت د کرونا وبا له کبله په ټپه ولاړ و او ډیر شمیر توريستي کښتۍ لکه د دغو درو وایکینګ لوکسو کښتیو چې د ساسنیتز په بندر کې یې چې لنګر اچولی دی ولاړ پاتې ول. خو په روان کال کې په دغه صنعت کې یو وار بیا پرمختګ رامنځته شو او د سمندري سیاحت مینه والو خپل سفرونه زیات کړي دي.