د سایبریا په یوه مارکیټ کې ۵۳ کسان اور وژلي دي
۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبهد چارواکو په وینا د اور لګیدنې په پيښه کې نور ۴۰ تنه ټپیان شوي هم دي. روسي رسنیو د اړونده چارواکو له قوله لیکلي دي چې تر ۵۰۰ زیاتو کسانو د اور د خاموشه کولو په چارو کې ونډه درلوده. داسې انديښنې هم شته چې ښایي د قربانیانو شمیر لا پسې لوړ شي. د روسیې دولتي رسنیو د ځایي ژغورونکي ډلې له قوله رپوټ ورکړی دی چې۷۰ کسان لادرکه دي چې په ډله کې یې ماشومان هم شته.
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې اور د سیمې په وخت ماښام د مارکیټ په څلورم پوړ کې د سینما یوه سالون ته څیرمه ولګید او شاو خوا ۱۶۰۰ متر مربع ساحه کې خپور شو. د چارواکو په حواله په وژل شوو کسانو کې ډیر ماشومان شامل دي چې د اور لګیدنې پر مهال د لوبو له پاره ځانګړې شوې یوې برخه کې بند پاتې شوي ول.
ډیرو کسانو بيا د ځان ژغورولو په موخه له کړکیو ځانونه راغورځولي دي. د اور لګیدني علت تر اوسه پوري لا روښانه نه دی. څیړونکي په دې آند دي چې د برق خراب لاین ښایي د اور لګیدنې سبب شوی وي.
دغه ستر پلورنځای په ۲۰۱۳م کال کې پرانیستل شو. په دغه څو پوړیزه ستره ودانۍ کې د دوکانونو تر څنګ د سینما سالونونه، رستورانونه او نور تفریحي ځایونه هم ول.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پیښې د قربانیانو له کورنۍ سره خواشیني څرګنده کړې ده. هغه له مسکو څخه کيمروف ته د ژغورنې ډلې چې په خاصو تجهیزاتو سمبال وي، د استولو امر کړی دی. دغه ښار د سایبریا په لویدیځ کې موقعیت لري چې د روسیې له پلازمینې مسکو څخه شا او خوا ۳۰۰۰ کیلومتره واټن لري.