د زنگاوات پيښي د قربانيانو کورنۍ عدالت غواړي
۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبهدا په داسي حال کي چي د قربانيانو له کورنيو څخه شپږ تنه مشران يوه اوونۍ دمخه د امريکا متحده ايالاتو ته رسيدلي دي او هلته به د ياد امريکايي سرتيري په محکمه کي ګډون کوي.
د قربانيانو د کورنيو يوتن سميع الله، چې په ياده پيښه کي يې د کورنۍ اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده وايي، چي يو کال يې له همدې خاطر انتظار کړى دى، چې د امريکا د حکومت له خوا به دغه عسکر چي په يوه شپه يې بې ګناه اولسي خلګو ته مرګ ژوبله اړولې ده په اعدام محکوم سي.
دوى زياتوي، داکس هيڅکله د بخښلو وړ نه دى او تر ټولو ښه خبره به لا دا واى! چي همدلته محاکمه سوى واى.
«موږ پر چا وژاړو دولت مو کمزوری دئ. دا محکمه بايد په افغانستان کي سوې وای. شهيدان په افغانستان کي سوي دي. زموږ سره سخت تيری سوی دئ.»
سميع الله وايي د ده هيڅکله خپل د کورنۍ غړي نه هيريږي، چي په وينو کي لت پت پراته وو او په ناحقه سره وژل سوي ول:
«زما خپله سپين سرې مور، اکا مي نظر محمد، د پلار د ماما زوی خدای داد اکا، د اکا لور توره نومېده په دغه شپه شيدان سول او زما زوی او لور او د اکا لور مي پټيان سوي دي.»
حاجي عبدالباقي هم يو له هغو کسانو څخه دى، چي په ياده پيښه کي يې د کورنۍ ٣ تنه غړي وژل سوي دي.
هغه هم د دغه امريکايي روښانه محاکمه غواړي او زياتوي، چي د امريکا متحده ايالاتو قضايي اوعدلي څانګي دي دوى ته د دوى حق ورکړي.
«موږ خپل حق غواړو. دغه عسکر بايد دلې په افغانستان کي ځړېدلی وای. خو زموږ زور نه په رسيږي.»
د هغه په قول لا تراوسه هم د دوى په سيمو کي بې ګناه خلګ په يو او بل نامه وژل کيږي. عبدالباقي زياتوي دوى خپل ږغ تر ټولو چارواکو پوري رسولى ليکن هيڅ چا يې خبرو ته غوږ نه دى نيولى.
د ده په وينا په سيمه کي ناامني اوج ته رسيدلې ده او په کار ده، چي سيمه ييز او نړيوالو مسئولين يې ږغ واوري او له يادو ستونزو څخه يې وژغوري.
پوره يو کال دمخه ٣٨ کلن امريکايي بريدمن روبرټ بيلزپه يوه شپه د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات په سيمه کي ١٧ تنو بې ګناه اولسي خلګ، چي ښځي، کوچنيان او سپين ږيري پکښې شامل ول ووژل او څو تنه نور ئې ټپيان کړل. دغه عکسر تر وژلو وروسته مړو ته اور هم اچولی وو.
له يو کال راهيسي نوموړى پوځي د متحده ايالاتو د کناساس ايالت د ليون ورث په پوځي زندان کي بندي دئ.