د روژې پای او کوچنی اختر
عید فطر را تجلیل می کنند. د ټولني نړۍ مسلمانان د روژې ماشتي په تيرېدو سره کوچنی اختر لمانځي.
د مياشتي د ليدو په تمه
د مياشتي په ليدو سره په نړۍ کي د مسلمانانو روژه پای ته رسیږي. سږنۍ روژه د جولای مياشتي له نهمي څخه پيل د اگست مياشتي تر ۷ پوري وه. د روژې په پای کي کوچنی اختر راځي چي مسلمانان ډېر ورته خوشحاله وي.
مسلمانان د اختر په سهار وختي مسجدونو ته څه او هلته له خپلو کليوالو او گاونديانو سره تر لمانځه وروسته د اختر مبارکي کوي. دغه دود په اروپايي هیوادونو کي رواج لري.
د روژې په وروستيو ورځو کي يعنی تر پنځلسمي وروسته ډيری مسلمانان په زياته بیا افغانان اختر ته تياری نيسي. په افغانستان کي د خوارکي موادو ترڅنگ ډير وگړي اختر ته نوي کالي هم کوي.
په پاکستان او هندوستان کي مسلمانان اختر د روژې په وروستي ماښام لا پيلوي او نجوني پر لاسونو باندي نکريزي ږدي.
په نړۍ کي ډير مسافر د روژې په وروستيو ورځو کي کوښښ کوي چي اختر ته خپلو کورنو ته ځانونه ورسوي او په اکثرو اسلامي هيوادونو کي په دغو ورځو کي ترانسپورتي ستونزي هم وي.
د اختر په لومړي سهار مسلمانان په مسجد کي تر لمانځه وروسته د خوړلو مراسم پيلوي. په مسجدونو کي لوی لوی سترخوانونه اواريږي او هر څوک له ځانه سره يو ځای راوړي او ورباندي ږدي ئې.
ډيری خلک د اختر له پاره په کورونو کي کلچې پخوي او بيا ئې د اختر د مبارکي په توگه خپلو گاونډيانو ته هم ورکوي. په اکثره اسلامي هيوادونو کي کوچنيانو ته د اختر په مبارکي کي پيسي هم ورکول کیږي.
په اکثره افريقايي هيوادونو کي اختر په ډولونو او نځاوو سره لمانځل کیږي. دغه انځور په بورکينا فارسو کي د اختر مراسيم ښيي.
په اختر کي ډير خلک د بازارونو پر خوا روان وي او مېلې کوي.
په لوېديځه نړۍ کي د اختر په شپو او ورځو کي په مسجدونه کي اضافه روښنايي جوړيږي.