د روسيې د اپوزيسيون مخکښ، نيمڅوف ووژل سو
۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه
د روسي پر حکومت نامتو نيوکه کوونکی بوريس نيمڅوف دوې ورځي تر هغه دمخه وژل کيږي چي په مسکو کي ئې يو ستر لاريون په پلان کي لاره.
نيمڅوف کرملين ته نژدې پر عام سړک باندي د شا له خو څو مرمۍ ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د روسيې د کورنيو چارو وزارت يوې وياندي ويلي دي چي نيمڅوف له خپل يوه اوکرايني ملگري سره روان وو، چي نامعلومو کسانو د شا له خوا څلور مرمۍ ويشتلی دئ.
۵۵ کلن نيمڅوف د درو کوچنيانو پلار او د روسيې حکومت يو له سرختو مخالفانو څخه وو. هغه د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين يو له سرسختو نيوکه کوونکو څخه هم وو.
د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين وياند ديميتري پيسکوف ويلي دي چي جمهور رئيس پوتين د دغه قتل په اړه خبر سوی دئ، او د پيښي د هر اړخيزي څېړني لارښوونه ئې کړې ده.
پيسکوف د پوتين په حواله ويلي دي چي دغه قتل قراردادي بڼه لري. جمهور رئيس پوتين د نيمڅوف له کورنۍ او خپلوانو سره خپله غمشريکي ښوولې ده.
جمهور رئيس پوتين د خپل هيواد د کورنيو چارو وزارت او د دغه هيواد د کورنيو استخباراتو ادارې ته لارښوونه کړې ده چي په دې اړه د هراړخيزي څېړني واگي په خپله ونيسي.
نيمڅوف په اوکراين کي د اروپايي پلوه غورڅنگ ملاتړی وو. هغه هر وخت ويل، چي گويا د اوکراين د انقلاف بڅرکي به روسيې ته هم ورورسيږي. هغه په اوکراين کي پر جنگ باندي سختي نيوکي کولې.