د روزگان په بريدونو کي ۲۱ تنه وژل سوي
۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبهپه کندهار کي د دويچه ويله خبريال د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو د قوماندان په حواله وايي چي پر ځايي وخت ۱۲ بجې څوتنه ځانمر گي بريد کونکي د وسلو سره پر د ولايت پر مقام سربيره څو نورو دولتي ودانيو بريدونه پيل کړه.
د هغه په خبره څلور تنه ځانمرگي بريد کونکي د راديو تلويزيون او ولايت مقام ته ننوتي او هلته مقاومت کوي. د قوماندان په خبره تر اوسه پوري يې دوه تنه له پښو غورځولي او دوه نور يې لا مقاومت کوي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي خبريالانو ته ويلي چي ددو شپږ ته ځانمرگو بريد کونکو د روزگان ولايت پر ودانۍ بريدونه کړي چي تر اوسه پوري يې ډيرو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
د روزگان ولايت د عامي روغتيا رئيس خان آغا مياخيل، وايي چي تر دې دمه يې دوی ته څلور مړي ور وړي چي په هغو کي يو پوليس يو د بي بي سي سيمه يیز خبريال احمد اميد خپلواک يوه ښځه او يو هم کوچنی دی.
د هغه په خبره تر اوسه پوري د ۳۷ تنه ټپيان هم روغتون ته ور وړل سوي چي ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل دي. په هغو کی د ۴ تنو روغتيايي حالت هم د انديښنې وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي د ارزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کي د والي او د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ لږ تر لږه شپږ ځانمرګي برید کوونکو، چي په وسلو هم سمبال وو برید کړی.
د صديقي په خبره ددې جملې څخه درو تنو لا د مخه ځانونه الوزولی او د پاته نورو سره د پولیس جګړه لا روانه ده.
د زوزګان د ځايي تلویزون مشر انجینر فرید، ويلي چي یو برید کوونکو د تلويزيون په وداني کي دننه ځان الوزولی او دوه نورهغې ودانۍ ته ورننوتلي، چی د والي د ودانۍ په سل میترۍ کي پرته ده.
محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل