د روحاني د ولسمشرۍ يو کال پوره سو
۱۳۹۳ مرداد ۱۲, یکشنبهحسن روحاني یو کال مخکې په ناڅاپې توگه د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې وگتلې. د ۲۰۱۳ کال د اگست په دریمه هغه د خپلې دندې لپاره لوړه وکړه. په انتخاباتي مبارزه کې هغه د «اعتدال» شعار ورکاوه او وویل به يې چې دا د ایرن د اسلامي جمهوريت د ستونزو د حل لاره ده.
اوس د روحاني د واکمن کېدو څخه یو کال تیر سو. د هغه ژمنو تر کومې کچې عملي بڼه غوره کړې ده؟ د دویچه ویله د فارسي څانگې دغه پوښتنه د خپل فیس بوک ۵۰۰ زرو کارونکو ته وړاندې کړې ده. د دغې پوښتنې په تړاو کتونکو غبرگون ډیر پراخ ؤ، خو ځوابونه یو د بل سره متفاوت ول:
د تهران د پوهنتون یو محصل علي رضا د يادي پوښتني په جواب کي ليکي چي «په بهرني سیاست کې روحاني پوره نمرې اخیستي دي.» خو د رضا په نظر په کورني سیاست کې وضعیت خړپړ پاتي دی. رضا زياته کړې: « ولسمشر ډیر خراب تصمیمونه ونیول.»
«اصلي ستونزه په سياسي سيستم کي ده»
ایرانۍ محصلې، ستیتارې بيا د دویچه ویله د فیس بوک پر پاڼه د پوښتنې په ځواب کي لیکي دي چي اصلي ستونزه په روحاني کي نه، بلکه د ایران په سیاسی سیستم کې ده. دغې محصلي ليکلي: «مونږ له روحاني څخه تر اندازې زيات توقعات لرو. خو ولسمشر نه قدرت لري او نه هم صلاحیت چې زمونږ غوښتنې پوره کړي.» د هغې په آند: «وروستی او حتمي تصمیم تل د ایران ستر مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه ای نیسي.»
د تهران بل محصل، مجید هم دغه ډول نظر لري چې د خامنه اي او «اسلامی انقلاب د ساتونکو» له هوکړې پرته روحاني د تصمیم خاوند نه دی. حتی په بهرني سیاست کې هم کله چي هغوی شین څراغ ورکړي، بیا نو روحاڼي تصمیم نیسي. مجید یادونه کوي: « ولسشمر هسې بې صلاحیته شخص دی. د ایران زندانونه له نارضیانو ډک دي. ژورنالیستان تر فشار لاندی نیول کیږي او رسنې سانسور کیږي.»
د دویچه ویله د فارسي د څانگې د فیس بوک یوه ځوانه کارونکې، «عایلی» بيا په ځواب کي ليکلي دي چي « په ايران کي هر څه د پخوا په څېر دي لکه د ايراني پيسو د ارزښت کمېدنه، د انټرنټ سانسو، د مصنوعي سپوږمکيو د خپرونو اخلال او پر کوڅو او بانډو باندي د مذهبي پوليسو ګزمې.»
«روحاني ته بايد وخت ورکول سي»
خو د ايران د ابادان ښار څخه بيا د «علي» په نوم يو کس ليکلي دي چي « روحاني اوس لا معجزې رامنځ ته کړي دي.»
علي دليل وړاندي کوي چي « هيڅ چا داسي فکر نه ؤ کړی چي د احمدي نژاد د ټولو تېروتنو باوجوده به وضعه داسي ژر بېرته عادي سي. د بېلګي په توګه د ايراني پيسو د ارزښت بېرته زياتېدل او په ايراني بازارونو کي ټيکاو رامنځ ته کېدل.»
د ستدي په نوم د فيسبوک يوې بلي کارونکي چي پروفايل يې د زړې ښځي دی ليکلي دي چي روحاني ته بايد وخت ورکول سي، چي خپلي ژمني پوره کړي.