1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رد سوو مهاجرو له پاره د جرمني حکومت پلان

۱۳۹۵ آذر ۱۹, جمعه

له جرمني څخه د مهاجرو د بيرته ايستلو پروسې ستونزو ته په کتو سره د دغه هيواد حکومت غواړي اوس يوه بله لار غوره کړي. دوی پتېيلې ده چي له نه منل سوو مهاجرو سره مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/2U00X
Afghanistan Flüchtlinge Rückkehr in ihrem Heimat
انځور: DW

له اکتوبر مياشتي راهيسي دا يو رسمي سياست گرځېدلی دئ، چي له افغانستان څخه اروپا ته ډېر راغلي مهاجر بايد بيرته ژر خپل هيواد ته ولېږل سي.

اروپايي ټولنه او د جرمني حکومت له افغان چارواکو سره موافقې ته رسېدلي دي چي بيرته ستنېدونکو مهاجرو ته لار اسانه کړي.

د جرمني حکومت د معلوماتو له مخي اوس په دغه هيواد کي تر ۱۲۵۰۰ ډېرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه رد سوې ده. دا چي د دغو کسانو څومره به ئې بيرته اخراج سي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د جرمني د پرمختيايي چارو وزير گيرد مولر، له «اوسبورگ الگيماينه» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي حکومت غواړي د نه منل سوو مهاجرو د بيرته اخراج پروسې له پاره نژدې ۱۵۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي.

هغه ويلي دي چي د «بيرته هيواد ته» په نوم ئې يو داسي پروگرام پلان کړی دئ چي له مخي ئې هغه مهاجر چي په جرمني کي ئې د پناه غوښتنه رد سوې ده بيرته خپل هيواد ته ولېږي او دغه راز هغه مهاجر چي غواړي بيرته پخپله خوښه ستانه سي مرسته ورسره وکړي.

مولر، ويلي دي چي تر ټولو زيات د افغانستان، عراق او بالکان هيوادونو مهاجرو پخپله خوښه هيواد ته ستنېدلو ته لېوالتيا ښوولې ده. د دغه پلان له مخي «جرمني ژمنه کړې ده، له هغو کسانو سره چي غواړي پخپله خوښه بيرته ستانه سي د هغوی په هيواد کي په نوي پيل کي مرسته کوي او يوازي به ئې نه پرېږدي.»

د جرمني د پرمختيايي چارو وزير زياته کړې ده چي د داسي مهاجرو شمېر چي په دغه هيواد کي د منلو او کارکولو چانس نه لري، سونو زرو ته رسيږي.

هغه مهاجر چي غواړي پخپله خوښه بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي يوه بيره ئې دا ده چي له هيواده تر تېښتي وروسته په بيرته ورتگ سره هلته په خالي لاس څه وکړي او ځان بايلونکی احساسوي. خو مولر، ويلي دي چي دوی به د هغوی په هیوادونو کي ورته «د زده کړو، کار او معيشت زمينه برابره کړي، چي په دې سره به نو مهاجر په بيرته ستنېدو سره بايلونکی نه وي.»

دغه پروگرام به د جرمني له پاره د يوه مهاجر د پناه غوښتني تر پروسې ارزانه تمام سي. مولر ويلي دي: «د دې پر ځای چي دغه خلک په کلونو زموږ د بيروکراسۍ په ميتود کي بند پريږدو، باید د خپلو علاقه منديو له مخي هغوی ته لاس ور اوږد کړو.»

هغه زياته کړې ده: «موږ اوس دوی ته يو وړانديز کوو، څو دوی پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سي او هلته د نوي پيل چانس ولري.»

نور مطالب: