1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايي ورکوونکو د نوم ليکني پروسې نيمگړتياوي

حسین سيرت/ سيدرياض۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وایي چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لومړۍ دوره کامیابه وه، خو ځیني نیګړتیاوي پکې موجودي وې. دغه بنسټ په ۳۴ ولایتونو کې د نوم لیکني د لومړۍ دورې په اړه رپوټ چمتو کړی دی.

https://p.dw.com/p/19PcO
Registrierung für die Präsidentschaftswahl in Kabul, Afghanistan Bild: DW/Hussain Sirat
Registrierung für die Präsidentschaftswahl in Kabul, Afghanistanانځور: DW/H. Sirat

د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لومړۍ دوره د ولایتونو په مرکزونو کې ترسره شوې ده او اوس د دغي پروسې دوهمه دوره ولسوالیو ته غځیدلې ده. د فیفا دغه رپوټ د آلمان هیواد په مالي مرسته په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د لیدلو په مټ چمتو شوی دی.

د فیفا د څېړنو له مخې د نوم لیکنې په ۱۴مرکزونو کې، نا امني د کارتونو د توضیع کولو په برخه کې د ځنډ لامل ګرځیدلې ده او په دغه مرکزونو کې د خلکو حضور هم د قناعت وړ نه وو.

د فیفا اجرائیوي رئیس جانداد سپین غر، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اګست ۱۴) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې د نا امنۍ تر څنګ یو شمیر تخنیکي ستونزې هم موجودې وې: «په یوولسو ځایونو کې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې، چې د خلکو پر ګډون یې منفي اغېز لاره او د کمېسیون کار یې له ځنډ سره مخامخ کړی دی. په اوو ځایونو کې د کار کوونکي غير حاضرۍ لیدل شوي دي چې دې عمل هم د کمېسیون پر کار باندې اغیز لرلی دی.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فیفا د دغه رپوټ په غبرګون کې وایي چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په ښه شان پر مخ روان دی. د نوموړي کمیسیون ویاند نور محمد نور، دویچه ویله ته وویل چې تر اوسه له ۳۳۰ زره څخه زیاتو کسانو د رایې ورکونې کارتونه اخیستي دي.

د نوم لیکني بهير
د نوم لیکني بهيرانځور: DW/H. Sirat

د ښځو کم رنګه ګډون

د فیفا د رپوټ پر اساس د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو ونډه لږ وه او په ۱۲ ځایونو کې د ښځینه پولیسو نه شتون، د ښځو پر حضور باندي منفي اغېز لرلای دی.

د دغه بنسټ د مسئولینو په آند د رایې ورکوونکو د نوم لیکلني مرکزونه په ځینو سیمو کې په مناسبو ځايونو کې نه وو جوړ شوي او له دې امله ښځې په دې نه دي توانیدلي چې د رایې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي. ویل شوي دي چې د رایې ورکونې د نوم لیکنې یو شمیر مرکزونه په لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوي دي.

د فیفا د رپورټ پر اساس په لسو زرو مواردو کې، خلکو د اسنادو پرته، د رایې ورکونې کارتونه اخیستي دي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مقرارتو ضد عمل دی.

سپین غر زیاته کړه، چې د نوم لیکنې په پروسه کې ځینې سرغړوني د انديښنې وړ دي، ځکه چې په یو شمیر ځایونو کې تر قانوني سن ښکته عمر لرونکي په دې توانیدلي دي چې د رایې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي: «تر قانوني سن ښکته عمر لرونکو نوم لیکنه په ۲۸ ځایونو کې لیدل شوې ده، په پنځو ځایونو کې د خلکو په غیاب کې د کارتونو د ویش پیښې لیدلې شوي او په پنځو ځایونو کې خلکو ته له یوه څخه د زیاتو کارتونو ویشل لیدل شوي دي. پر دې سربیره په څلورو ځایونو کې د کمیسیون د کارکوونکو او څارونکو پر وړاندي د ګواښ پیښې لیدل شوي دي.»

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په افغانستان کې ډیری ښځي هیڅ رنګه سند نه لري او یوزاې چې دا ثابته شي چې افغانه ده، کارت ورته ورکول کیږي.

د قانوني سن څخه ښکته عمر لرونکو ته د کارتونو ویش

د فیفا رپوټ ښي چې په ۴ زره مواردو کې، هغه کسان چې د رایې ورکونې شرایط يې نه دي پوره کړي، د رایې ورکونې کارتونه یې اخیستي دي.

د ټاکنو د څار دغه بنسټ وایي چې د ټاکنو د پروسې د موثره پرمختګ له پاره، امنیتي بنسټونه باید د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت له پاره لا ډیرې هڅې وکړي.

فیفا همداشان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د نوم لیکنې د ځایونو په څارولو سره، د دغه بهیر په ترڅ کې چې کومې سرغړونې رامنځ ته کیږي، خپل وروستي حد ته راټیټي کړي.

د سپین غر، په وینا د ټاکنو په پروسه کې باید د ښځو ونډه هم ډیره شي: «د ښځو د حضور په اړوند زموږ وړاندیز دا دی چې د هغوی محلونه په داسې سمو ځایونو کې موقعیت ولري چې زموږ له دودونو سره مناسب وي. د دغو ځایونو امنیت باید د ښځینه پولیسو له لوري تامین شي او د دغو ځایونو کارکوونکي هم باید ښځې وي.»

فیفا د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د نوم لیکنې په بهیر کې پر ګډون کولو سره د ۲۰۱۴م کال د ټاکنو بریا تضمین کړي.