د رايو ورکولو د رسمي وخت پای اعلان سو
۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چي د رايو ورکولو رسمي وخت چي د مازيگر تر څلور بجو ټاکل سوی وو او بيا وروسته يو ساعت نور هم وغځول سو په رسمي توگه پاته رسېدلی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخېل په کابشل کي خبريالانو ته وويل: «د رايو ورکولو رسمي وخت پای ته ورسېد او دغه تاريخي ټاکني دي د افغانستان خلکو ته مبارک وي.» امرخېل زیاته کړه په هغو سيمو کي چي خلک پاته وي او د خپلو رايو د کارولو په خاطر په کتارونو کي ولاړ وي، مرکزونه به تر هغه وخته پوري پرانيستي وي، څو هغوی خپلي رايي نه وي کارولي.
د ورځي په جريان کي د افغانستان د شمال او جنوبي ولايتونو څخه داسي راپورنه ورکړل سول چي گويا د رايي ورکولو په مرکزونو کي د رايي ورکولو پاڼي خلاصي سوي دي، خو امرخېل وايي چي د رايي ورکولو پاڼي لږ نه وې، بلکي دغه کار يې د درغليو د مخنيو په موخه کړی دی او په هر هغه مرکز کي چي پاڼي لږ سوي دي بيرته نوري ور رسول سوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رئيس دغه راز زياته کړه چي له بده مرغه د امنيتي ستونزو په خاطر پر هغو ۷۵۰ مرکزونو سر بيره چي د امنيتي ستونزو په خاطر تړل سوي ول نن هم ۲۱۱ مرکزونه نور بند پاته سوي دي.
امرخېل وويل چي د رايو شمېرنه به نن ماښام پيل سي او تر شمېرني وروسته به معلومات د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر ته او له هغه ځايه به مرکزي دفتر ته معلومات ورکول کيږي. په پلان کي ده چي نن د شنبې په ماښام به د ټاکنو د خپلواکمېسيون او امنيتي چارواکي د انتخاباتو د ورځي په اړه خپل معلومات وړاندي کړي.