د رايو د تفتيش بهير بيا پيل سو
۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه
د ټاکنو کمېسیون او ملگري ملتونه هڅه کوي چې د رایو د تفتیش بهیر په منظم ډول پر مخ ولاړ شي خو د دغه بهیر ورو پر مختگ اوس هم یوه لویه اندېښنه ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای ۲۴) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «نن ټیمونه ډیر شوي دي. په هر شیفت [کاري نوکري] کې ۸۰ ټیمونه دغه بهیر پر مخ وړي. نن دا بهیر د پخوا په پرتله په منظم او ښه ډول پر مخ ولاړ.»
یوناما او د ټاکنو کمېسیون تر دې دمخه د رایو د تفتیش بهیر د چهارشنبې په ورځ د لا ډیر نظم راوستلو په هدف د یوې ورځې له پاره درولی وو.
که څه هم ډیري هڅي شوي دي چې د تفتیش بهیر په گړندی توگه پر مخ ولاړ شي، خو بیا هم په دې برخه کې کوم پرمختگ رامنځ ته شوی نه دی، او د تفتیش بهیر اوس هم ورو پر مخ روان دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر روژې میاشتي وروسته به دغه بهیر د ډیرو ټیمونو په مرسته په گړندۍ توگه پر مخ ولاړ شي.
د ټاکنو کمېسیون د پلان له مخي باید په هر ساعت کې لس صندوقه تفتیش شي، خو په تیرو اتو ورځو کې تفتیش د پلان له مخې پر مخ تللی نه دی. د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې په ځینو مواردو کې خو د یوه صندوق تفتیش حتی څلور ساعته وخت نیسي.
رایې څرنگه باطلیږي
د ولسمشرۍ له پاره دواړو کانديدانو لا تر اوسه هم د رایو د باطلېدو پر یوه مشخص پروسیجر باندي سره موافقې ته رسېدلي نه دي. د ټاکنو کمېسیون وایي تر هغه وخته پوري چې دواړه کانديدان د رایو د باطلولو پر یوه پروسیجر باندي سره موافقې ته نه ورسیږي نو دغه بهیر به ورو پر مخ ولاړ شي.
د دغه شان یوه پروسیجر نه شتون د دې سبب شوی دی چې کانديدان ډیر وخت د یوه صندوق د رایو پر باطلولو باندي خبري سره وکړي او کومې نتیجې ته نه ورسیږي.
ښاغلي نور وویل: «د دواړو کاندیدانو له تخنیکي ټیمونو څخه د ټاکنو کمېسیون غوښتنه دا ده چې د هغه بهیر په اړه سره توافق ته ورسیږي چې په پام کې نیول شوی دی.»
د ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې له ولایتونو څخه کابل ته د رایو د صندوقونو د لیږد بهیر هم د ایساف له خوا روان دی. نور وویل چې تر اوسه پوري ۶۰ سلنه صندوقونه کابل ته رسېدلي دي: «له ۱۹ ولایتونو څخه ټول صندوقونه کابل ته رسیدلي دي. د دغو صندوقونو شمیر ۱۳۶۱۹ ته رسیږي.»
د امریکا متحده ایالاتو په منځگړتوب د کانديدانو تر منځ د شوي توافق له مخي په ټاکنو کې گټونکی کانديد د افغانستان راتلونکی ولسمشر انتخابیږي او بایلونکی بیا د اجرائيوي ریاست چارې پرغاړه اخلي. اوس دواړي ټاکنیزي ډلي د اجرائيو ریاست د صلاحیتونو په اړه خبري اتري سره کوي.