د خوست ديني عالمانو ځانمرگي بريدونه وغندل
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲, چهارشنبه
د چهارشنبې په ورځ د خوست د ١٢ ولسواليو ديني عالمان او يو شمېر قومي مشران راټول شوي ول او د هېواد په يو شمېر سيمو کې يې وروستي ترهګريز بريدونه وغندل. هغوى ويل چې دا پردۍ جګړه ده او هيڅ داسې شرعي جواز نشته، چې وسله وال خپله بريدونه ورسره توجه کړي.
د خوست د ځاځي ميدان ديني عالم مولي حيات نور په خپلو خبرو کې په خوست، ننګرهار، بلخ او بدخشان کې وروستي بريدونه ستر وحشت وباله. هغه وايي: «موږ د خوست ديني عالمان په يوه خوله، په هېواد کې ترهګريز بريدونه غندو، چې زموږ ډېر مظلوم خلک يې شهيدان او ټپيان کړل. موږ له دې ستيج اعلانوو، چې له دې وروسته به په يوه خوله د وسله والو د دې نامشروع جګړې پر وړاندي غږ پورته کوو.»
د خوست يو بل ديني عالم مولوي ګل محمد په افغانستان کې روانه جګړه د ټولو اصولو خلاف او يوه ظلم ياد کړ او ويې ويل چې ټول په دې پوهيږي، چې جهاد څرنګه وي. هغه وويل: «دا جنګ او جادل او دا بې موجيبه وژل د څه له پاره؟»
د غونډې يو شمېر نورو ويناوالو بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې وسله پر ځمکه کښېږدي او د سولي له پروسې سره يو ځاى شي. په همدې حال کې د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي شاه محمد ديني عالمان پړه بولي، چې په واقعي توګه يې اسلامي احکام نه دي وړاندي کړي. هغه له ملا امامانو غواړي، چې په جوماتونو کې د بې ګناه قتلونو په اړه شرعي څرګندوني وکړي.
د دې غونډي په پاى کې يو پريکړه ليک صادر شو، او په يوه ماده کې يې راغلي دي، چې د خوست ديني عالمان او قومي مشران په هېواد کې روانه جګړه جهاد نه بلکې ترهګري بولي او په وړاندي به يې له دې وروسته ديني عالمان خپل غږ پورته کړي.