1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينسعودي عربستان

د حج د مراسمو نوې لاتري ډیر مسلمانان په غوسه کړي

جینیفر هولییز
۱۴۰۱ تیر ۱۶, پنجشنبه

د حج د مراسمو له پاره د سعودي عربستان د لاتري نوې بڼې په اروپا، استرالیا او امریکایي هیوادونو کې میشت مسلمانان په غوسه کړي دي. سږ کال د حج مراسمو ته چمتووالي ډیر مسلمانان له سخت مالي او لوجیستیکي وضعیت سره مخامخ کړل.

https://p.dw.com/p/4Do4Z
Mekka I Eine Million Pilger zum Hadsch erwartet
انځور: Amr Nabil/AP/picture alliance

آن که هر څه د پلان له مخې هم پر مخ ولاړ شي نو د حج مراستو ته تیاری د ډیرو مسلمانانو له پاره له احساساتو ډکه یوه مرحله وي. خو سږ کال په اروپا، استرالیا او امریکا کې د نزدې پنځو هیوادونو مسلمانانو له پاره چې غوښتل یې حج ته ولاړ شي، د دې مراسمو له پاره تیاري په یوې مالي ډرامي بدل شو.

د سعودي عربستان د حج وزارت په جون میاشت کې اعلان وکړ چې له دغو هیوادونو څخه حج ته راتلونکي کسان باید په یوه ثابته بیه د ټیکټونو د اخیستلو درخواست وکړي. دغه هر څه د لاتري د یوه نوي سیستم وړاندې کولو په چوکاټ کې له حکومت ملاتړ برخمنې انترنتي پاڼې «مطوف» له طریقه ترسره کیدل.

ویل شوي دي چې د دې نوي سیستم هدف دا دی چې د حج مراسمو ته راتلونکي کسان د داسې اشخاصو لاس ته و نه لویږي چې د درواغو سفرونه تنظیموي. دغه شان اشخاص پر انترنت او فزیکي موقعیتونو کې پر خلکو په بیلابیلو بیو د حج ټیکټونه پلوري. د سعودي عربستان دغه پریکړه د دې لامل هم شوه چې ډیری هغه فعاله سازمانونه چې له ډیر وخت راهیسې یې خلکو ته د حج د تلو ریښتینې خدمتونه وړاندې کول، منزوي شي. دا په داسې حال کې ده چې دغو سازمانونو آن د ۲۰۲۲ کال د حج د مراسمو ټیکیټونه هم پر خلکو پلورلي وو.

Screenshot Motawif
انځور: Motawif

لیبنانی عمر چې په امریکا متحده ایالاتو کې اوسیږي او له د سفر د تنظیمولو له یوه شرکت څخه یې په انلاین ډول د سږ کال حج مراسمو ټیکټ اخیستی وو، وایي: «د کرونا او ټولو نورو سختیو وروسته چې موږ ورسره په تیرو دوو کلونو کې مخامخ وو، ما لازمه وبلله چې له خدای سره خپل عهد تازه کړم.»

عمر له دویچه ویله غوښتي دي چې بشپړ نوم یې خپور نه شي ځکه نه غواړي د حج د راتلونکو کلونو په مراسمو کې یې د ګډون غوښتنه له کومې ستونزې سره مخامخ شي.

کله چې سعودي عربستان د حج د لاټري سیستم بدل کړ نو عمر خپل درخواست له هغه شرکت څخه چې ده یې په مرسته حج ته د تلو نیت کړی وو، بیرته واخیست. هغه وایي: «خو تر اوسه پورې هم ما دا تأییدي چې زما پیسې به بیرته راکول کیږي، نه ده ترلاسه کړې.»

آن هغه درخواستونه چې د «مطوف» لاتري سیستم له لاري ثبت شوی او پیسې یې ورکړي دي، له ستونزو سره مخامخ دي. د حج د مراسمو لږښت له ۶۰۰۰ ډالرو څخه پیلیږي. ډیری کسانو په تویتر کې د خپلو بدو تجربو په اړه لیکلي دي. په دې اړه په تویتر کې د «#PaidButFailed» هشتګ هم پیل شوی.

د خلکو ستونزې سره نزدې دي چې په کې د پیسو په انتفال کې مشکلات، د درخواست د قبلیدو یا ردیدو نه معلومیدل، د پرواز او هوټل د تاریخونو تر منځ توپیر، د هوټلونو بدلیدل او دا چې د مشتریانو د خدماتو شمیرې کار نه کاوه، شامل دي.

لوړې شمیرې

آن مخکې له دې چې نوي سیستم په اروپا، امریکا او استرالیا کې معرفي شي، ډیر کسان چې غوښتل یې حج ته ولاړ شي له دې بهیر څخه بهر پاتې وو. تل داسې وي چې د حج د درخواست کوونکو شمیر تر هغې سهمیې لوړ وي چې یوه هیواد ته ورکول کیږي.

دا چې په تیرو دوو کلونو کې لږ کسان توانیدلي چې د حج مراسم ترسره کړي، نو له دې کبله هم سږ کال د درخواست کوونکو شمیر لوړ وو. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۹ کال کې ۲،۵ میلیونه کسانو ته د حج د مراسمو پوره کولو شرایط برابر شوي وو، خو په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمیر ۱۰۰۰ ته راکښته شو. په ۲۰۲۱ کال کې دغه شمیر ۶۰ زرو ته لوړ شو او سږ کال بیا یو میلیون مسلمانانو ته د دې مذهبي مراسمو سر ته رسولو امکان برابر شوی دی.

له دې سره نو آن هغه هیوادونه چې د لاټري له نوي سیستم څخه استفادې ته اړ نه دي، د پخوا په پرتله نیمایي د حج ټیکټونه ترلاسه کولی شی. د بیلګې په توګه پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۰۰ زره ټیکټونو سهمیه لرله خو سږ کال دغه سهمیه ۸۰ زرو ته کښته شوې ده.

د آلمان د فرایبورګ په پوهنتون کې د اسلامي او منځني ختیخ څانګې استاد زیمون ولفګنګ فوخس، دویچه ویله ته وویل: «بیا هم د اروپايي، استرالیایي او امریکایي مسلمانانو ونډه چې د نوې لاتري سیستم لاندې راځي تر ټولو کمه ده چې ښايي یوازې شاوخوا ۵۰ زره وي.»

د فوخس په خبره نوي سیستم کیدای سي د راتلونکې له پاره یو آزمایښت وي ځکه په خبره یې سعودي غواړي په راتلونکې کې حج ته د راتلونکو کسانو شمیر لوړ کړي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، غواړي د «۲۰۳۰ لیدلوری» تر نامه ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې په خپل هیواد کې اصلاحات او اقتصادي لا ډیر خوځښت رامنځ ته کړي.

فوخس وایي چې په دې ستراتیژي کې د مذهبي توریزم صنعت عصري کول هم شامل دي. هغه وایي چې له دې کبله دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چې سعودي عربستان دې پر داسې سیستمونو کار وکړي چې د حج د مراسمو عاید په مستقیم حکومت ته راشي. هغه وايي: «د بیلګې په توګه د اروپا، استرالیا او امریکایي هیوادونو حاجیان اوس یوازې د سعودي هوايي شرکت له لارې ټیکټونه اخیستی شي.»