1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«منبر او ډاکټر له کرونا سره د مبارزې له پاره یو شوي»

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خلکو غواړي چې د لوی اختر په ورځو کې د کرونا اړوند طبي لارښونې په جدي توګه عملي کړي او د اختر په ورځو کې په کورونو کې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/3fpVr
Afghanistan Kabul Islamisches Opferfest
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان د حج او اوقافو او د عامې روغتیا وزیرانو په کابل کې په یوه خبري غونډي کې د کرونا پرمهال د اختر د لمانځلو په هکله وویل چې افغانان دې د اختر په ورځو کې هم د کرونا اړوند طبي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي. د عامې روغتیا وزارت بیا په دې برخه کې خلکو ته خبرداری ورکوي چې د کوچني اختر تیروتنې دې په لوی اختر کې نه تکراروي.

په داسې حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د افغانستان د حج او اوقافو او د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۲۳مه نیټه) په دغه جوړې شوې خبرې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د کرونا د خطرونو د کمښت له پاره دې خلک د اختر په ورځو کې طبي لارښونې عملي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په دې غونډه کې وویل چې په داسې حال کې چې په هیواد کې د کرونا وبا شدت کم شوی دی، خو خبرداری ورکوي چې که چیرې خلک ماسکونه ونه کاروي، ټولنیز واټن او طبي سپارښتنې عملي نه کړي نو د کرونا ویروس دوهمه څپه به افغانستان سخت وځپي. د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني، همدا راز له خلکو وغوښتل چې د «تیر اختر اشتباهات» دې نه تکراروي.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

د اختر لمونځ اختیاري دی

په لوی اختر کې د اختر لمونځ او قرباني یو له هغو مواردو څخه دي، چې د کرونا وبا پرمهال خلک ښايي له خطرونو سره مخامخ کړي. د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزیر هم له خلکو غواړي چې د کرونا د مخنیوي له پاره طبي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي. عبدالحکیم منیب، د قراني آیاتو او احادیثو په استناد وویل چې د ځان ساتل فرض دي او خلک دې د خپل ځان، نورو او خپلې کورنۍ پر وړاندې خپل دیني مکلفیت ادأ کړي.

په ورته وخت کې د حج او اوقافو وزیر په خپلو خبرو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د منبر او ډاکټر د ګډ غږ خبره وکړه. ښاغلي منیب ټینګار وکړ چې وزارت یې د عامې روغتیا د وزارت د سپارښتنو قوي ملاتړی دی او له خلکو غواړي چې د لوی اختر په ورځو کې فاصله مراعت کړي او له راټولیدو ډډه وکړي.

Afghanistan Viehmarkt in Kabul
انځور: DW

د حج او اوقافو وزیر له ديني عالمانو او ډاکټرانو وغوښتل چې په لومړي ګام کې د دغو لارښونو رعایت په خپله پیل کړي. ښاغلي منیب ټینګار وکړ: «هغه کسان چې داختر د لمانځه پرمهال په کرونا ویروس د ککړیدو ویره احساسوي، شریعت هغوی ته اجازه ورکړې چې د اختر لمونځ ونه کړي او هغه کسان چې لمانځه ته راځي، باید روغتیايي سپارښتني عملي کړي.»

په دې خبرې غونډه کې دواړو وزارتونو د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د قربانۍ په برخه کې هم خلکو ته وړاندیز او سپارښتنې لرلي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د «کانګو» د ناروغۍ د را پیدا کیدو خبرداری هم ورکړ. عثماني له خلکو وغوښتل چې د دې له پاره چې په کانګو ناروغۍ اخته نه شي، له څارویو سره فزیکي تماس ونه نیسي او د قربانۍ پر مهال باید دست کشې استفاده کړي او غوښه باید ښه پخه کړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: