د جګړې قرباني افغان میرمنو د باسکتبال سیالي
د سره صلیب کمیټې په کابل او هرات کې د ماینونو قرباني افغان میرمنو له پاره د ویلچیر باسکتبال سیالي په لاره اچولي. افغانستان اوس هم د ماینونو د شتون له کبله د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.
له ویلچیر سره د افغان میرمنو د باسکتبال سیالۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمینه کې پیل شوې.
دغه سیالي د سره صلیب په ملاتړ ترسره شوې.
د لوبې ډیر شمیر ګډونوال د هغو ماینونو قربانیان دي چې د کورنیو جګړو او د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي دي.
که څه هم په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې ډیر ماینونو شنډ شوي دي خو اوس هم ډیر شمیر افغانان د ماینونو د چاودنو قربانیان کیږي.
تر دې مخکې سره صلیب یوه ورته سیالي په هرات ښار کې هم په لاره اچولې وه.
په افغانستان کې اوس هم ډیر شمیر کسان د ماینونو قرباني کیږي.
افغانستان د ماینونو له لحاظه د نړۍ له ډیرو خطرناکو هیوادونو څخه یو دی.
په افغانستان کې هره میاشت ۳۰ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل کیږي.
د ماینونو د چاودنې له کبله د ټپي شویو کسانو شمیر تر وژل شویو لوړ دی.
په افغانستان کې د ماینونو اصلي قربانیان ماشومان او ښځې دي.
داسې تخمین کیږي چې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه ناچاودیدلي مهمات او ماینونه شتون لري.
افغان چارواکي تمه لري چې تر ۲۰۲۳ کال پورې دغه هیواد په بشپړه توګه له ماینونو پاک شي
په افغانستان کې ډیر وخت ماین پاکان د یاغیانو له بریدونو سره مخامخیږي.
افغانستان کې په میلیونو انسانان د ماینونو له ګواښونو سره مخامخ دي.
په افغانستان د ماینو پاکي شاوخوا ۴۰ موسسې کار کوي.