د جين درملنه د سرطان درملنه کيدای شي
۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبهد جين درملنه يوه داسې درملنه ده چې په مرسته یې په حجرو کې دننه بدلون رامنځ ته کيږي. د «کيمريا» په نوم د علاج دا بڼه د درملنو د نوارتس شرکت له خوا معرفي شوې ده. د مدافع سسټم د قوي کولو دې نوې درملنې ته په طبي ژبه کې د «کار ټي سيل تهراپي» نوم ورکړل شوی دی.
نوارتس شرکت مشر جوزف جيمز په هلکه وويل: «دا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د «کار ټي سيل درملنې» اجازه ورکړل شوې وي. تر اوسه د نړۍ په بل کوم هيواد کې د درملنې دا بڼه نه ده تجربه شوې.»
نوموړي زياته کړه: «په دې علاج کې د ناروغ د بدن څخه د وينې د سپينو حجرو په راايستلو سره په دې کې بدلون راوړل کيږي او بيا دغه بدلي شوې حجرې بيرته د ناروغ بدن ته ور داخلولای شي.»
د درملنې پر وخت په بشپړه توګه د ناروغ د خپلو حجرو څخه استفاده کيږي. ټي سيلز يا ټي حجرې په وينه کې موجودو هغو حجرو ته ويل کيږي چې د وينې په سپينو حجرو پورې اړه لري.
د امريکا متحدو ايالاتو د خوراک او درملو د څار ادارې چې لنډيز یې «ايف دي ای» دی، په دې اړه وويل چې دا علاج به ښايي د وينې په سرطان د اختوو هغو مريضانو له پاره اغيزمن وي چې تر ۲۵ کلنۍ زيات دي.
د دغه ادارې په حواله دا يو تاریخي پرمختګ دی او دا تجربه به نه يوازې د وينې د سرطان، بلکې د نورو ډيرو خطرناکو ناروغتياو په درملنه کې هم ښايي مرسته وکړي.
د علاج دا نوې بڼه د دودیزو بڼو لکه کيموتهراپي څخه مختلفه ده. په دې کې د مريض په بدن کې دننه په حجرو کې د بدلون راوستلو له لاري د درملنې هڅه کيږي. دغه تغير شوې حجرې بيا د انسان په بدن کې دننه وده کوي. په جنیتيکي بڼه رامنځته شوې دغه حجرې بيا له سرطان څخه اغيزمنو حجرو ته نوی ژوند ورکوي.
د نواتس شرکت د مشر په حواله پر دې علاج د څلور سوه زره ډالرو څخه تر شپږ سوه زره ډالرو پورې مصرف راځي.