د جيمز باند موټر په څه باندې شپږ ميليونه ډالرو وپلورل شو
۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبهدغه موټر چې د استون مارتين (Aston Martin DB5) شرکت يو تر ټولو کميابه موټرو او د جيمز باند فلمونو د مينه والو له پاره يو د خوښې او خيال موټر ګڼل کيږي، اوس خپل نوي مالک ته سپارل شوی دی.
دغه نادره موټر د جيمز باند په «ګولدن فينګر» (Goldfinger) او «تهندربال» (Thunderball) په فلمونو کې نړيوال شهرت ته ورسيد. بي دي ۵ همدا روانه اوونۍ د ېوې لیلامۍ له لارې په شاوخوا ۶،۴ ميليونه ډالرو چې شاوخوا ۵،۷ ميليونه يورو کيږي، خرڅ شو.
لیلامي د پنجشنبې ورځې په ماښام د امريکا متحده ايالاتو د کاليفرنيا ايالت په مونترای ښار کې وشوه، چې په ترڅ کې يې د دغه موټر بيه په ډيره چټکۍ سره يوازې د څو دقيقو په منځ کې څه باندې شپږو ميليونو ډالرو ته ورسيده.
تر لیلامۍ مخکې د دې موټر وروستۍ بیه د څلورو او شپږو ميليونو ډالرو په منځ کې اټکل شوې وه او دا يې د «نړۍ تر ټولو نامتو موټر» ياد کړی وو. د دغه موټر د رانيولو په اړه نور ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي.
د استون مارتين شرکت دغه موټر پر ۱۳ ځانګړو او غير معمولي امکاناتو مجهز دی. د بيلګې په توګه د پليټ شميره یې د دې قابليت لري چې د څو ځله تغيير او تبديل شي. د موټر شاتنۍ برخه کې د مرمۍ ضد يو ډال لري او دغه راز د تعقيب کونکو څخه د نجات په موخه يو ماشيندار لري او تر څنګ یې کولی شي تيل وشيندي.
بريتانوي شرکت استون مارتين، دغه موټر د جيمزباندې د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۵ کلونو فلمونو، Goldfinger او Thunderball له پاره جوړ کړی وو. له هغه وخت راهیسې، دغه موټر يوازې درې خصوصي خاوندان لرلي دي. له دوی څخه يو يې د موټرو يو امريکايي موزيم دی چې د ۳۵ کلونو راهيسې کمیابه موټر نندارې ته وړاندې کوي.\
ks/ms (dpa)