د جورج بوش اقرار
۱۳۸۵ شهریور ۲۷, دوشنبهد اروپا د شورا د پارلاماني ټولنې رئيس رينې » فان دير ليندن « وويل: » داخبره روښانه شوه چې د امريکا متحده ايالتونو، د قانون له چوکاټ څخه کاملاًبهر، د تروريزم ضد خپله ‘ ککړه ’ جگړه کړيده.
حتی که د بوش ادعا رښتياوي، چې پټوزندانونوته د گماني تروريستانو د تښتولو له لارې د يرغلونومخنيوی شويدی، د دغو ميتودونوله امله به نړۍ په اوږد مهال ډول بې امنيته شي. « په عين وخت کې د اروپاشورا خپله خبره د بوش د اقرارپربنسټ تصديق شوې گڼي. رينې » فان دير ليندن « زياته کړه: » په اروپاکې د سي آی اې د پټو زندانونو د شته والي په هکله د اروپا د شورا هراړخيزوڅيړنو، د دغوزندانونو د راز په افشاکولوکې برخه درلوده. «
» بوش ځان بې ارزښته کوي «
د اروپايي ټولنې د پارلامان څيړنيزې جرگه گۍ هم پر جورج بوش باندې سختې نيوکې کړيدي. د نوموړې جرگه گۍ د مشرمرستيالې سيرا » لډفورډ « وويل: » د خپل اقرارله امله، دی، نه يوازې ځان د دروغجن په توگه بې ارزښته کوي، بلکه دی، په اروپاکې هغه مغرورحکومتونه هم د خنداوړگرځوي، کوموچې ‘ د تسليمولو د پټ پروگرام ’ له امله انديښنې بې بنسټه گڼلې او ردولې. «