د جرمني پخوانی جمهور رئيس رومان هرتسوگ ومړ
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهاعلان
د جرمني جمهور رئيس يواخيم گاوک د هرتسوگ مېرمني الکساندرا ته تسليت ويلی دئ. گاوک هغه يو «برجسته شخص» بللی دئ چي په ټولنه کي د يوځای ژوند کولو له پاره ئې تلاښونه کړي دي.
رومان هرتسوگ له ۱۹۹۴م څخه تر ۱۹۹۹م کاله پوري د جرمني جمهور رئيس وو.
دغه سياستوال او حقوقپوه چي د بايرن ايالت په لندشوت ښار کي زېږېدلی وو، مخکي تر دې چي د جرمني جمهور رئيس سي، د دغه هيواد په بادن ووتمبرگ ايالت کي د فرهنگ او کورنيو چارو وزير هم وو.
هغه دغه راز د جرمني د اساسي قانون محکمې د مرستيال او وروسته د رئيس په توگه هم کار کړی وو.
هرتسوگ په ۱۹۷۰م کال کي د جرمني مسيحي ديموکرات اتحاد غړی سو او درې کاله وروسته بيا يو فعال سياستوال سو.