د جرمني يوه حکومتي ګوند د افغان مهاجرو اخراج وغانده
۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعهد جرمني سوسيال ديموکرات گوند د دغه هيواد پر هغي پرېکړي باندي نیوکه کړې ده چي له مخي يې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۴مه) د رد سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله افغانستان ته ولېږل سوه. د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته لېږدول سوي ټول ۳۴ کسان نارينه ول.
د آلمان د ائتلافي حکومت غړي سوسيال ديموکرات ګوند د پارلماني ډلې مرستيالي اېفا هيوګل د جمعې په ورځ «دويچلاند فُنک» راډيو ته وويل: «زه د دې پلوي کوم چي موږ افغانستان ته د رد سوو مهاجرو د بېرته لېږد لړۍ بندهه کړو او بايد له پخپله خوښه ستنېدو سره مرسته وکړو.»
د سوسيال ديموکرات ګوند نوموړي سياستوالي زياته کړې ده چي په افغانستان کي بشري او امنيتي وضعيت داسي نه دی چي مهاجر دي بيرته ور ولېږل سي. دغي سياستوالي ويلي دي چي د آلمان په پارلمان (بُندستاگ) کي د سوسيال ديموکرات ګوند اکثريت استازي همدغه نظر لري.
اېفا هيوګل، و يادي راډيو ته ويلي دي چي «د ديپورت دغه عمل ستونزمن دی او موږ به اوږده موده پرې بحثونه ولرو.» هيوګل، زياته کړه چي خپل هيواد ته د رد سوو افغان مهاجرو د بېرته لېږد وخت هم ښه نه دی ټاکل سوی.
هغې وويل: «کله چي موږ په عيني حال کي په بُندستاگ کي دا روښانه کوو چي افغانستان يو غېر خوندي هيواد دی، نو د دغه وخت انتخاب ښه انتخاب نه دی.» دا په داسي حال کي ده چي د جمعې په ورځ په افغانستان کي د آلمان د پوځ ماموريت د تمديد پر موضوع هم د آلمان پارلمان پرېکړه وکړه.
هيوګل ويلي دي چي د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج يا ديپورت پر ځای بايد د هر افغان مهاجر دوسيه جلا جلا وڅېړل سي.
دغې سياستوالي زياته کړې ده چي البته «پر دې توافق موجود دی چي په لومړي کتار کي بايد مجرمان و ايستل سي، هغه هم په دې شرط چي دغه کار منطق ولري. خو افغانستان ته په زيات شمېر بېرته لېږد ته موږ په تنقيدي نظر گورو.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.12.2016):