د جرمني د اولم ښار یوه مسجد ته په اوراچونه کي د مهاجرو لاس ؤ
۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سهشنبهد شټوټگارد لويي څارنوالۍ ویاند، یان هولڅنر دغه خبره نن یکشنبه ورځ تایید کړې ده او ویلي یې دي چي ددغه مسجد په سوځولو کي د مهاجرو لاس درلودل د تحقیقاتو په جریان تایید سوي دي.
هولڅنر همدارانگه وویل چي اوس پر هغوی باندي د قتل او سختي اوراچوني د کوښښونو په تور تحقیقات روان دي. څارنوالي د سیاسي انگیزې د درلودلو په شک دغي نتیجې ته ورسیدل او د هغوی څخه یې تحقیقات شروع کړل.
له څلورو سوریايانو څخه دوو یې ۱۸ کلن، یو یې ۲۴ کلن او بل یې ۲۷ کلن دی. هغوی د عیسوي ایستر اختر دوې ورځي دمخه د چهارشنبې په ورځ نیول سوي دي.
داچي هغوی به د سوریې په عفرین ښار کي د کوردانو پرضد د ترکي پوځ د عملیاتو پرضد غچ اخیستی وي، مستنطقینو نه غوښتل تر اوسه پوري څه ووايي.
د پولیسو په حواله د مارچ میاشتي پر۱۹ نیټه د اوراچونکو موادو یو بوتل د یو څو منزله تعمیر د لاندي منزل د کړکۍ له خوا ورلویدلئ دی، په کوم چي ترکئ مسجد هم موجودو. په دغه وخت کي هلته اته کسان وه. نور ډیر اور اچونکي مواد چي استعمال سوي نه دي، هم د پيښي په ځای کي پیدا سوي دي.
زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 24.09.2015 )