د جرمني تورينگن ايالت افغان مهاجر نه باسي
۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سهشنبهد تورينگن ايالت د مهاجرو چارو وزير ديتر لاوينگر، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ ۱۶مه) د آلمان خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي په افغانستان کي اوسنی امنيتي وضعيت د دې وړ نه دی چي موږ هغه افغانان چي دلته د پناه غوښتلو له پاره راغلي دي بيرته خپل هیواد ته ولېږو.
هغه زیاته کړې ده چي په افغانستان کي هيڅ داسي هوايي ډگر لا نه سته چي په يوه امنيتي سيمه کي دي وي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير څو واري ويلي دي چي د افغانستان په ځينو سيمو کي امنيت سته چي مهاجر بيرته ورولېږل سي.
ديميزير په دې وروستيو کي د جرمني د ايالاتونو وزيرانو ته په يوه لېږلي ليک کښي غوښتنه کړې وه چي له هغه سره دي د ځینو افغان مهاجرو په بيرته لېږلو کي مرسته وکړي.
ديميزير غوښتل چي په همدې رانه مياشت کي لږ تر لږه يوه الوتکه هغه افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه ئې په جرمني کي رد سوې ده بيرته افغانستان ته ولېږي.
د تورينگن ايالات د مهاجرو چارو وزارت د راپور له مخي دغه ايالت له کلونو راهيسي يو افغان مهاجر هم بيرته خپل هيواد ته نه دی لېږلی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، تيرکال يوازي ۹ افغانان د دبلين تړون له مخي بيرته د اروپايي ټولني هغو هيوادونو ته لېږل سوي دي چي په لومړي سر کي ورته راغلي ول.