1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانانو ته له ترکيي اروپا ته د تلو امکانات به شته»

۱۳۹۶ اسفند ۱۲, شنبه

تروريستي ډلې هڅې کوي تر څو د ترکيې په کمپونو کې د افغانانو په ګډون، مهاجر خپلو ليکو ته جذب کړي. په استانبول کې افغان قونسل زکريا بارکزی وايي چې په دې اړه يې څيړنې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2tdGU
Flüchtlinge an der Grenze von Mazedonien zu Griechenland
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski

ترکيه هيواد د هغو افغانانو له پاره چې غواړي اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي، د يو ترانزيتي هيواد حيثيت لري. خو څرنګه چې دغه شرايط څو کاله مخکې ول اوس په هغه ډول نه دي پاتې.

په ترکيه کې د يوې افغان سياسي نمايندګۍ د اټکل له مخې، حاضردمه په دغه هیواد کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو پورې داسې افغانان ميشت دي چې اسناد نه لري. په استانبول کې افغان قونسل زکريا بارکزي «مهاجر نيوز» سره په خبرو کې دغه مهاجر «تيروتلي افراد» وبلل. هغه وايي: « د انساني قاچاقبرانو مختلفې ډلې په افغانستان کې زموږ ځوانان د کارموندنې او تحصيلي فرصتونو د اعلانونو څخه نيولې، په مختلفو نومونو غولوي. دوی زموږ ځوانان ترکيې ته راولي او بيا يي اروپا ته قاچاق کوي... مافيايي کړۍ دغه افراد په غيرانساني توګه دوکه کوي او له ډيرو سختو شرايطو سره يې مخ کوي.»

بارکزی همدا راز زياتوي: «دغه افراد دلته نيول کيږي او کمپونو ته استول کيږي. په کمپونو کې امکانات ډير محدود دي او هغوی په سختو شرايطو کې ژوند کوي.»

د بارکزي په وينا، ډیری افغانان د کرليکلي سیمې په کمپ کې ميشت دی. د هغه په وينا  د دغو افغانانو له اړه پر دوی باندې له دې بابته چې هغوی بايد بيرته افغانستان ته واستول شي، فشارونه زيات شوي دي.

د کمپونو سخت شرايط
بارکزي همدا ډول زياته کړه، تر څنګ د دې چې دغه افغانان د کمپونو په سختو شرايطو کې ژوند کوي، اروپايي هيوادونو ته يې د تلو امکانات هم نه دي پاتې. دغه امکانات وروسته له هغې ډير محدود شول، چې اروپايي اتحاديې له ترکيې سره په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرت پر موضوع تړون لاسليک کړ.

د بارکزي په وينا هره مياشت شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان، افغانستان ته د بيرته داوطلبانه ستنيدو په موخه د دوی نمايندګيو ته مراجعه کوي. ترکيه حاضردمه يوازې د دغو افغانانو د بيرته ستنيدو د ټکټ پيسې ورکوي، خو بارکزی وايي چې دوی هڅې پيل کړي تر څو په دې برخه کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ او د مهاجرت نړيوالې ادارې په څير نړيوالو سازمانو مرستې هم جذب کړي.

Türkische Flagge in Flüchtlingslager
د ترکيې په ګازینتيب ایالت کې د سوريايي مهاجرو يو کمپ او په کې ولاړ د تر کيې هيواد بيرغ. آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis

افغان قونسل وايي چې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په موخه يې په دې ورستيو وروځو کې په ترکيې کې د مهاجرت نړيوالي ادارې له اجرايي مسئول ديميترو دميترنکو سره ليدلي هم دي.

د ستونزو بنسټيز حل ته هڅې

هغه وويل: «موږ وغوښتل چې د مهاجرت نړيوالې ادارې څخه مرسته وغواړو تر څو د ترکيې دولت سره په همغږۍ، د هغو افغان مهاجرو ستونزې په ټوليزه توګه حل کړو چې په ترکيه  کې په غیرقانوني توګه ژوند کوي او بيا د پوليسو له خوا نيول کيږي. موږ به همدا ډول سبا د ترکيې د مهاجرت ادارې له مشر سره ليدنه هم ولرو او غواړو چې دغه ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.»

په ترکيه کې دغه افغان ديپلومات هغو رپوټونو ته هم اشاره وکړه چې د ترکيې په کمپونو کې د افراطي او تروريستي ډلو شتون په ډاګه کوي، کوم چې د مهاجرونو د جلب و جذب په موخه يې هڅې پيل کړي دي. بارکزي په دې اړه وويل: «دا د انديښنې وړ خبره ده. موږ داسې رپوټونه ترلاسه کړي دي چې تروريستي ډلې په کمپونو کې غواړي جلب و جذب وکړي. دغه موضوع د افغانستان د ملي امنيت سره تړاو لري او موږ به هغه مرکز ته ليږدوو، تر څو يې په اړه لازم اقدامات ترسره شي.»

افغانانو له پاره لږ امکانات
په ترکيه کې ميشت يو شمير غير قانوني افغان مهاجر، بيا لويديځو هيوادونو ته د رسيدلو په موخه هڅې کوي تر څو يې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي. خو په ترکيه کې افغان قونسل وايي چې په دې برخه کې هم د افغان مهاجرو له پاره چانس ډير لږ دی او تر ډيره سوريايي مهاجرو ته لمړيتوب ورکول کيږي.

زکريا بارکزی چې تازه په ترکيه کې د افغان قونسل په توګه ګمارل شوی دی، وايي چې افغان ځوانان دې له غيرقانوني مهاجرتونو څخه ډډه وکړي: «ټولو افغان ځوانانو ته مې دا پيغام دی چې د انساني قاچاقبرانو په خبرو ونه غوليږي... که چيرې دوی په غيرقانوني توګه راځي له ډيرو ستونزو سره به مخ کيږي. کوم امکانات چې په افغانستان کې لري، هغه هم له لاسه ورکوي او دلته هم بې برخليکه پاتې کيږي.»

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځورير البوم: