1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انقره کې بريدونو لږ تر لږه ۸۶ انسانان ووژل

۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

په انقره کې دوې چاودنې شوې دي چې لږ تر لږه ۸۶ انسانان يې وژلي او څه باندې ۱۲۰ انسانان يې ټپيان کړي دي. حکومت له يو «تروريستي بريد» څخه خبرې کولې چې ښايي د سولې د لاريون برخه والو پر ضد شوی وي.

https://p.dw.com/p/1Gm9A
Mindestens 30 Tote bei Explosionen in Ankara
انځور: Getty Images/G. Tan

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې دوه بمونه د سيمې پر وخت لس بجې د انقرې ښار د عمومي تمځای په وړاندې وچاودل. هلته د حکومت د مخالفو ګوندونو مظاهره چیان سره راټول شوي ول. دغې مظاهرې ته د نورو تر څنګ کردي پلوي HDPګوند او نورو مخالفو ګروپونو بلنه ورکړې وه چې بايد په ۱۲ بجو شروع شوې وای.

د ترکيې انادولو خبري اژانس د امنيتي کړيو په استناد راپور ورکړی دی چې د ناتاييد شويو لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي ځانمرګي بريدونه شوي وي. يوه دولتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې د يوې تروريستي پېښې ګمان ډېر دی. د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، دغه پېښه د هېواد پر يووالي او سولې باندې د «کرکې وړ بريد» بللی دی.

له بريد وروسته ګډوډي حاکمه وه او د قربانيانو شمېر پر له پسې ډېرېده. د پېښې په ځای کې پوليس د قهرېدلي مظاهره چيانو له لوري «قاتلان» وبلل شول او د کوتکو وارونه ورباندې وشول. پوليسو د وضعې د کنترولو په غرض هوايي ډزې وکړې.

پي کی کی بريدونه سمدلاسه ودرول

د HDPګوند مرستيال مشر، صلاح الدين دېميرتاس، بريد «لوی ناورين» او «وحشيانه بريد» وباله. په ټويټر کې نوموړي سياستوال وليکل: «هغه څوک چې سوله غواړي، وژل کيږي.» مظاهره چيانو غوښتل چې په انقره کې د څو مياشتو راهيسې د دولت او کردي ياغيانو تر منځ جاري کړکېچ په وړاندې لاريون تر سره کړي. لږ وړاندې د کردستان کارګر ګوند يا پي کی کی پر ترکي پوليسو او عسکرو باندې بريدونه کړي ول. د ترکيې پوځ د عراق په شمال کې د پي کی کي پر مرچلو د بمبارۍ له لارې غبرګون ښکاره کړ.

Mindestens 30 Tote bei Explosionen in Ankara
انځور: picture-alliance/AA

له بريد څخه يو څو ساعته وروسته پي کی کی پر خپلو جنګيالانو غږ وکړ چې په ترکيه کې دې د ګوريلايي فعاليتونو څخه لاس واخلي.

د انادولو خبري اژانس په دې ترڅ کې رپوټ ورکوي چې ولسمشر اردوغان، لومړی وزير احمد داودوغلو او د کابينې نور غړي يوې بېړنۍ ناستې ته سره راټول شوي دي. داودوغلو اعلان وکړ چې خپل انتخاباتي کمپاين به درې ورځ ودروي. په خپل لومړي غبرګون کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، بريد غندلی دی: «پر سوله يزو مظاهره چيانو دغه له تاوتريخوالي ډک تروريستي بريد په ترکيه کې پر دموکراتيک بهير باندې همزمان حمله ده.» عاملين يې ښايي وغواړي چې د انتخاباتو څخه مخکې د وېرې او ترهې فضا خپره کړي. شتاينماير وويل چې «هغوی بايد په دې بريالي نه شي.»