د ترکيې لومړی وزير بيرته خپل هيواد ته ستون سو
۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعهاردوغان د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره په ترکيه کي د مظاهرو تر پیلیدو وروسته، خپل هیواد ته ستون شو. په زرهاو کسان د استانبول په نړيوال هوايي ډگر کي د هغه هرکلي ته ور وتلي ول.
اردوغان ترکیې ته تر راسیدو لږ وروسته په خپل هیواد کې پر مظاهرو باندې سختي نیوکې وکړې. په دې هیواد کې مظاهرې د یوه پارک د جوړیدو پر ضد په سوله ییز ډول پیل شوې، خو بیا ډیر ژر د ترکیې نورو برخو ته وغځیدې. د مظاهرو له پراخیدو سره د مظاهره کوونکو غوښتني هم ډیرې شوې چې پکښې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ګوښه کیدل هم شامل دي.
اردوغان ته د هرکلي ويلي له پاره د استانبول هوایي ډګر ته شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان ور وتلي ول. اردوغان هغوی ته په خطاب وویل: «دغه مظاهرې د غیر قانونیت پر بنیاد ولاړې دي او باید ودرول شي.»
هغه زیاته کړه: «موږ هیڅ وخت د حالاتو د خرابیدو پلوي نه یو خو موږ نه شو کولای چې د تاوتریخوالي ستاینه وکړو.» اردوغان په خپلو خبرو کي پر دې خبرې ټینګار وکړ چې هغه خپل صلاحیتونه د رایې د صندوقونو له لارې ترلاسه کړي دي.
کله چې هوایي ډګر ته ورغلو کسانو د اردوغان په پلوي شعارونه ورکول هغه وویل: «یو شمیر کسان وایي چې لومړی وزیر یوازې د ۵۰ سلنه ترکان لومړی وزیر دی، خو ما تل ویلي دي چې زه د ۷۰ میلیونه ترکانو خدمتګار یم.»
اردوغان همداراز له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې زغم وکړي او د هغه له سیاسي مخالفینو سره په تاوتریخوالي کې ښکیل نه شي. خو دا چې د هغه پلویان به د اردوغان دغه غوښتنه په پام کې ونیسي او که نه، لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده. ځکه د اردوغان د دغو خبرو پر مهال یو شمیر کسانو د «اجازه راکړه چې هغوی وځپو» شعارونه ورکول.
د دولت پر ضد مظاهرې اوس هم روانې دي
ترکیې ته د اردوغان تر راتلو وروسته هم په دغه هیواد کې د هغه پر ضد مظاهرې روانې دي. د جمعې په شپه هم د استانبول په تقسیم میدان کې په زرهاو مظاهره کوونکي سره راټول شوي ول او د اردوغان پر ضد یې شعارونه ورکول.
په همدې حال کې په انقره کې هم تر۱۰۰۰۰ ډیرو کسانو د اردوغان پر ضد مظاهرو کې ګدون وکړ او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه يې وکړه. ویل شوي دي چې د ترکیې په نورو ښارونو کې هم په لسهاوو تنو مظاهره کوونکو د اردوغان پر ضد مظاهرو کې برخه اخیستې ده.
د ترکیې په مظاهرو کې چې د تیرې جمعې په ورځ پیل شوې تر اوسه پورې درې کسان وژل شوي او تر۴۰۰۰ ډیر کسان نور ټپیان دي. په دغو مظاهرو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي چې په ترڅ کې یې پولیسو د هغوی پر ضد له اوښکې بهوونکي ګار او اوبو پاشلو څخه کار اخیستی دی.