1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی کتاب: د ترمپ په مشرۍ سپنه ماڼۍ کار نه ورکوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د ترمپ په اړه په نوي کتاب کې راغلي دي چې د هغه په مشرتوب سپینه ماڼۍ په سمه توګه کار نه کوي. په کتاب کې د ترمپ کارکوونکو پر هغه نیوکې کړي او د دفاع وزیر خو آن ویلي دي چې ترمپ د پنځم یا شپږم ټولګي زده کوونکي ته ورته دی.

https://p.dw.com/p/34KrO
Donald Trump NAFTA Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/K. Dietsch

دغه کتاب مشهوره خبریال باب وودوارد، لیکلی دی. هغه د امریکا متحدو ایالاتو د پخواني ولسمشر ریچرد نیکسن د ولسمشرۍ پر مهال د «واټرګیت» سیاسي رسوايي په اړه د بربڼدونو له کبله مطرح شو. همدا بربنډونې د دې لامل شوې چې نیکسن له خپلې دندې استعفأ وکړي.

په کتاب کې راغلي دي چې د ولسمشر دونالد ترمپ، په دوامداره توګه «عصبي اختلال» سره مخامخ وي او کارکوونکي یې هڅه کوي چې هغه کنترول کړي. په کتاب کې زیاته شوې ده چې د ترمپ غوسه کیدای شي د څو ورځو له پاره د سپینې ماڼۍ چارې له ستونزو سره مخامخ کړي.

دغه کتاب «ډار: ترمپ په سپینه ماڼۍ کې» نومیږي چې پکښې راغلي دي چې د ترمپ د دفتر رسیس هغه ته د «احمق» خطاب کړی. زیاته شوې ده چې د ترمپ کارکوونکو په ځینو مواردو کې د هغه د میز له سره حساس اسناد لیري کړي، ځکه ویره یې لرله چې ولسمشر ترمپ به په بیړه په اقداماتو لاس پورې کړي.

د دې کتاب ځینې جزئیات د سه شنبې په ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼي خپاره کړي دي، خو پخپله کتاب لا تر اوسه پورې بازار ته نه دی راوتی. په دې کتاب کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ترمپ لومړۍ ۱۸ میاشتې ارزول شوې دي.

د «پنځم یا شپږم ټولګې د زده کوونکي» په اندازه درک

په دې کتاب کې راغلي دي چې د ولسمشر دونالد ترمپ د دفتر رئیس جان کیلي، د هغه عقلي وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راوستي دي او په یوه غونډه کې یې ویلي: «موږ د لیونې په کیلې کې یو.»

په کتاب کې راغلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متيس، دونالد ترمپ ته تشریح کړې ده چې ولې امریکا متحد ایالت د کوریا په ټاپوزمه کې سرتیري ساتي چې د شمالي کوریا د توغنديو په تړاو فعالیتونه وڅاري. د کتاب په حواله متيس، ترمپ ته ویلي دي: «موږ ځکه دا کار کوو چې د درېمې نړیوالې جګړې مخه ونیسو.»

وودوارد لیکي دي چې متيس خپلو نزدو کسانو ته ویلي دي چې ترمپ د پنځم یا شپږم ټولګي د زده کوونکي درک لري او هغوی ته ورته کارونه کوي.

په کتاب کې راغلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ریک تیلرسن، ترمپ ته د «جاهل» خطاب کړی وو. په دې اړه د رپوټونو تر رابرسیره کیدو لږ وروسته ترمپ د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې تیلرسن له دندې ګوښه کړ.

وودوارد ادعا کوي چې د ملي اقتصادي شورا پخواني مشر ګیري کوهن، د ترمپ د میز له سره مهم اسناد لیري کول چې هغه یې په بیړه لاسلیک نه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبې، د دې کتاب ادعاوې رد کړې او د سه شنبې ورځې په خبرې کنفرانس کې یې وویل: «دا کتاب له ساخته ګي کیسو پرته بل څه نه لري. ډیري دغه کیسې د پخوانیو ناقانعو کارکوونکو له خوا د ولسمشر د خراب انځور وړاندې کولو په هدف ویل شوي.»

ډیر کسان د وودوارد د کتاب خپریدو ته په تمه دي. هغه تر دې مخکې د ولسمشر بارک اوباما، جورج بوش او بل کلنتن په اړه هم کتابونه لیکلي دي.