1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ جواب کي شمالي کوريا د «قوي ترينې چاودنې» ګواښ وکړ

۱۳۹۶ شهریور ۳۱, جمعه

کيم يونګ اون ويلي چي د «دماغ خرابي» او «سپينږري امريکايي» کنترول به په «اور» سره وکړي. د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت اوس روښانه کړې چي دغه «اور» به څه شی وي.

https://p.dw.com/p/2kVgP
Südkorea TV Bildschirm mit Donald Trump und Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ahn Young-joon

د امريکا د متحده ايالاتو او د شمالي کوريا تر منځ په لانجه کي د ګواښونکو او لا توندو بيانونو سيالي ادامه لري. د شمالي کوريا واکمن کيم يونګ اون د دونلدترمپ د وروستۍ ګواښونکې وينا په غبرګون کي ويلي چي دغه وينا به ترمپ ته ډېره «ګران قيمته» تمامه سي.

اون ويلي: «زه به هغه سړي ته چي د امريکا د متحده ايالاتو سرقومندان دی، د هغه د وينا په بدل کي به په هغه ډېر جګ قيمت ادا کړم.» د شمالي کوريا د واکمن دغه څرګندونې د ياد هيواد دولتي خبري آژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۲مه) نقل قول کړي دي. ترمخه دونلد ترمپ د ملګرو ملتونو و عمومي غونډي ته د وينا پر وخت شمالي کوريا ته د «بشپړه ويجاړونې» ګواښ کړی ؤ که پيونګيانګ د اتومي او توغنديو د پروګرام پر سر په لانجه کي خپل دريځ بدل نه کړي.

د شمالي کوريا واکمن کيم يُونګ اون د ترمپ د ګواښ په جواب کي ويلي: «زه به دغه دماغ خرابی امريکايي سپينږری د اور په مرسته کنټرول کړم.» دولتي آژانس د اون له نقل قول څخه زياته کړې: «دا چي ترمپ هرڅه هم انتظار درلودلی وي، اوس به د خپل انتظار څخه ډېر هاخوا ته د جواب سره مخامخ سي.»

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت اوس د يو نوي احتمالي اټومي ازمويني ګواښ کړی دی. دغه وزارت ويلي چي راتلونکې ازموېنه په آرام سمندر کي «د تر ټولو قوي هايدروجني چاودنې» کيدلای سي. د دولتي خبري آژانس د خبر له مخي دغه څرګندونې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو د جمعې په ورځ کړي دي.

شمالي کوريا په تيرو څو اونيو کي شپږ اتومي ازمويني کړي او نړيواله ټولنه يې ناقراره کړې ده. له همدې کبله هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د نړۍ د ټولو دولتونو او حکومتونو د مشرانو د خبرو اترو مهمترينه موضوع همدغه د شمالي کوريا لانجه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):