د تجهیزاتو د ساتنې په برخه کې د افغان ځواکونو ستونزه
۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبهجنرال اندریسون له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د تجهیزاتو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو اصلي ستونزه د ترمیم په برخه کې ده چې د هغه په حواله له همدې کبله تل افغان قوماندانان د تجهیزاتو له نه لرلو څخه سر ټکوي: «ستونزه دا ده چې هلته د تحهیزاتو د ترمیم په برخه کې څوک نه شته.» دغه امریکایي جنرال زیاته کړې ده چې دا له اداري فساد سره هیڅ تړاو نه لري او یوازې بې کفایتي ده.»
د اندریسون په حواله بله ستونزه د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د تلفاتو د لوړې کچې په پام کې نیولو سره د سرتیرو د شمیر پوره ساتل دي. په افغان پوځ کې د اکتوبر میاشتې راهیسې څه نا څه ۲۰ سلنه پوستونه خالي پاتې شوې دي: «د گومارنې او د خدمت د دورې تر منځ تناسب نه شته. البته باید د سرتیرو مرگ ژوبله هم باید له یاده و نه ایستل شي.»
د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه له یاغیانو سره په جگړه کې وژل شوي دي. د اندریسون په حواله دغې ستونزې ته باید لا وختي توجه شوې وای خو د هغه په وینا د ولسمشر حامد کرزي له خوا د امنیتي تړون نه لاسلیکیدو په دې برخه کې ستونزې ډیرې کړې دي: «موږ ډیر وخت له لاسه ورکړ. موږ پوره یو کال له لاسه ورکړ.»
اندریسون ویلي دي: «په حقیقت کې هغوی اوس په دې اړه غور کوي چې کوم احتمالي بدلونونه رامنځ ته کړي. دا هغه څه دي چې ناټو، امریکا متحده ایالات او بل هر څوک یې په اړه خبرې کوي.»
هغه انځور چې اندریسون یې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه وړاندې کوي، له هغه څه چې نور افغان او لویدیځ ځواکونه یې وایي سره ډیر توپیر لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي: «په روان کال کې د طالبانو تلفات هم درې وارې لوړ شول. دا ښیي چې افغان امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلابیلو برخو کې په همغږۍ او موثریت سره عملیات ترسره کړي دي.»
په عین حال کې اندریسون هم خوشبیني څرگنده کړې ده چې د افغان حکومت د کابینې تر معرفي کیدو وروسته به وضعیت ښه شي. د هغه په حواله ولسمشر غني قوماندانانو ته د لا ډیرې خپلواکۍ په ورکولو سره د هغوی مورال قوي کړی دی.