ښایي د القاعدي مهم غړی وژل شوی وې
۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سهشنبه
د رویترز خبري آژانس د نوموړي استخباراتي سرچینې په حواله وایي چې دغه کس د سید لیبي، په نوم یادیږي او د القاعدې د ډلې تر مشر ایمن الظواهري، وروسته د دغې ډلې دویم مشر دئ. د رویترز په وینا که چیرې د نوموړي کس وژل تائید شي، نو دا به د القاعدې له پاره د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته یو بل سخت گوزار وي.
د امریکایي سرچینو په وینا دغه لیبیایي تابعیت لرونکی وګړی، چې په تیرو وختونو کې د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو څخه په امن کې پاتې شوی وو، په جنوبي وزیرستان کې د دوشنبې د ورځې د برید اصلي هدف وو.
ځیني امریکایي چارواکي خو لیبي چې اصلی نوم ئې محمد حسن قاعد دئ، د ایمن الظواهري وروسته د القاعدې مهم غړی شمیري.
الظواهري د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د القاعدې ترهگرې شبکې مشري پر غاړه لري.
د پاکستان استخباراتي چارواکو رویترز ته ویلي دي چې دوی په دې باور دي چې د دوشنبې د ورځې په برید کې په ۷ تنو وژل شوو بهرنیانو کې لیبي هم شامل وو. یوه بل امنیتي چارواکي ویلي دي چې دوی د لیبي په اړه ځیني تلیفوني پیغامونه اوریدلي دي. لیبي د القاعدې په کړیو کې له هغه وخت را هیسي ډیر مشهور شو چې په ۲۰۰۵م کال په دې وتوانید چې په افغانستان کې د امریکایانو له یوه زندان څخه وتښتي. دغه چارواکي ویلي دي:
«موږ د اورپکو تر منځ ځینې تلیفوني خبرې اترې په پټه اوریدلي دي. هغوی د (شیخ) د وژل کیدو په اړه خبرې کولې.»
دغه چارواکي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغو کسانو (اورپکو) د وژل شوي کس نوم نه دئ اخیستی. چارواکو ويلي دي چې په سیمه کې د هغوی د استخباراتي معلوماتو په حواله ښایي وژل شوي کس لیبي وي.
خو په جنوبي وزیرستان کې د اورپکو یوه قوماندان وایي چې لیبي په دې برید کې نه دئ وژل شوی:
«هغه نه دئ وژل شوی. دا لومړی وار نه دئ چې د هغه د وژلو ادعا کیږي. امریکایان په افغانستان کې د سترو ځاني تاوانونو څخه کړيږي، نو ځکه هغوی داسې ناسمې ادعاوې کوي.»
د رویترز خبري آژانس پخپله تبصره کې لیکي چې ښایي دا خبره څو میاشتې وخت ونیسي چې ایا د دوشنبې د ورځي په برید کې په رښتیا هم لیبي وژل شوی دي او که نه. ځکه چې د دغه آژانس په خبره زیاتره وخت د برید وروسته دغه سیمه د طالبانو له لوري محاصره کیږي او د جنازي تدفین په بیړه تر سره کیږي چې د مرگ ژوبلې شمیره او د وژل شوو کسانو هویت پټ وساتل شي.
که چیرې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د لیبي وژنه تائید شي نو دا به د متحده ایالاتو دا استدلال نور هم قوي کړي چې د اورپکو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر مؤثر دي.
د راپورونو په حواله په تیرو څلورو ورځو کې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې شاوخوا ۳۰ تنه شکمن یاغیان وژل شوي دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش