"د بې پيلوټه الوتکو عمليات پر حق دي"
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهدا لومړل ځل دئ چي د اوباما اداره د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو دفاع کوي. د ولسمشر اوباما یوه مشاور جان برینن، ویلي دي، چي د القاعدې د غړو د په نخښه کولو له پاره د بې بیلوټه الوتکو عملیات د قانونیت پر اساس، اخلاقي اصولو او د هغو ستندردونو پر اساس ولاړ دي چي له مخي ئې دا عملیات تر سره کیږي.
هغه زیاته کړې ده چي هغه ته ولسمشر اوباما امر کړی دئ، چي د بې پیلوټه الوتکو په اړه په واضیح ډول خبري وکړي.
متحده ایالات له څو کلونو راهیسي په پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کي د بې پیلوټه الوتکو عملیات تر سره کوي، چي د دې هیواد د چارواکو په خبره په ترڅ کې ئې د القاعدې ډیر شمیرغړي وژل کیږي.
که څه هم له کلونو راهیسي نړیوال د امریکا د دې ډول عملیاتو په اړه معلومات لرٍي خو د اوباما اداره د دغو عملیاتو په اړه ډیر معلومات نه ورکوي.
جان برینن وویل، چي د بې پیلوټه الوتکو عملیات له اخلاقي لحاظه هم د توجېه وړ دي. د هغه په خبره د دې عملیاتو په ترڅ کي یاغیان په نښه کیږي او د ملکي کسانو د تلفاتو مخ نیوی کيږي.
د برینن په خبره د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال ایرک هولدر، د بې پیلوټه الوتکو عملیات قانوني گڼي. د هغه په خبره پر امریکا باندي د۲۰۰۱ کال د سپتمر پر ۱۱ تر ترهگرو بریدونو وروسته د امریکا قانون د دغه هیواد ولسمشر ته دا حق ورکوي چي امریکا له نورو بریدونو څخه وساتي.
د بې پیلوټه الوتکو عملیات د امریکا او پاکستان تر منځ هم ډیره شخړیزه موضوع ده. د دغه هیواد پارلمان په وار وار پر امریکا ږغ کړی دئ، چي دغه عملیات ودروي.
د بې پیلوټه الوتکو په ځینو عملیاتو کي ملکي کسان هم وژل کیږي. خو امریکا وایي چي دوی ډیره هڅه کوي چي له دې څخه مخنیوی وکړي.
برینن ویلي دي چي د القاعدې پر یوه غړي باندي د بې پیلوټه الوتکي تر برید مخکي هغوی ډیري څېړنې کوي او ډیره هڅه کوي چې په دغو عملیاتو کي د ملکي کسانو د وژل کیدو مخنيوی وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل