1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بی جی پي يو مشر: «د مودي مخالفین به لکه د سپو ووژنو»

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو او مودي حکومت د پالیسیو پر ضد په ټول هند کې مظاهرې روانې دي.په هند کې د بهارتیه جنتا ګوند لوړپوړو چارواکو ګواښ کړی دی چې مظاهره کونکي به د سپو په شان ووژني او ژوندي به یي ښخ کړي.

https://p.dw.com/p/3W8ZP
Kaschmir | Polizei | Sicherheitskräfte
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

د هندوستان په لویدیځ بنګال ایالت کې د بهارتیه جنتا حکومتي ګوند سیمه ایز مشر او د پارلمان غړي دلیپ ګهوش یوې لوې غونډې ته د وینا پر مهال ګواښ وکړ چې دولتي ملکیتونو ته ضرر رسونکي به دقیق هم هغسې په ډزو وویشتل شي، لکه په اترپردیش کې چې ویشتل شوي.

تیره میاشت په اترپردیش کې د مظاهرو پر مهال یو شمیر ریل سټیشنونو ته زیان واوښت. ګهوش وویل: «آیا دا د هغوي د پلرونو جائیداد دی؟ دوی څنګه کولی شي حکومتي ملکیتونو ته زیان ورسوي، کوم چې د مالیه ورکونکو په پيسو جوړ شوي دي.»

د بي جي پي دغه سیاستوال د مظاهره کونکو پر وړاندې د سختو اقداماتو نه کولو له امله د لویدیځ بنګال پر لومړۍ وزیرې ممتا بنرجي سختې نیوکې وکړې، دلیپ ګهوش وویل: «مشرې خور(ممتا بنرجي) حکومتي ملکیتونو ته د زیان رسوونکو پر وړاندې هیڅ ډول اقدام ونه کړ، ځکه هغوې ورته رایه ورکړې وه. په اترپردیش، آسام او کرناټک کې زمونږ حکومتونو داسې خلک په ډزو سره د سپو په شان ووژل.»

Indien Kalkutta | BJP Rally
انځور: DW/S. Bandopadhyay

نوموړي د خپلو ګواښونکو خبرو په دوام وویل: «تاسې(په ښکاره ډول غیر قانوني اتباع) دلته راځئ، زمونږ خواړه خورئ، دلته اوسیږئ او حکومتي املاکو ته زیان رسوئ. آیا همدا ستاسې مسئولیت دی؟ مونږ به تاسې په ډنډو ووهو، په ډزو به مو وولو او تاسې به بندیان کړو.»

په همدې منځ کې د اترپردیش یو وزیر رګهوراج سنګ هم د هند د لومړي وزیر نریندر مودي او د یوپي د وزیر اعلی یوګي ادیتیه ناته، پر ضد شعار ورکونکو ته د «ژوندي ښخولو» ګواښ کړی دی. رګهوراج سنګ په علي ګړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «که تاسې د لومړي وزیر نریندر مودي او وزیر اعلی یوګي ادیتیه ناته پر ضد شعارونه ورکوئ، نو زه به تاسې ژوندي ښخ کړم.»

د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو پر ضد مظاهرو پر مهال پولیس په علي ګړه کې مسلم یونیورسټي ته ورننوتل او هلته یي له سخت تاوتریخوالي څخه کار واخیست، اوښکي بهونکی ګاز یي استعمال کړ او لیلیي ته تر ننوتلو وروسته یي د محصلينو په وهلو او ډبولو لاس پورې کړ.

په ډهلي کې د اقلیتي کمیسیون مشر داکتر ظفر الاسلام خان د دا ډول څرګندونو په اړه دویچه ویله ته وویل چې حکومت باید پخپله د داسې خلکو پر ضد اقدامات وکړي، خو پر دوی هیڅ نه کیږي، ځکه حکومت پخپله د دوی ملاتړ کوي: «دې ګوند (بي جي پي) د مقناطيس په شان کار وکړ. په ټولنه کې چې څومره خراب او ګنده خلک دي ټول په دې کې راټول شوي دي. جنسي تیرې، په وژنې ګواښل، د ژوندي ښخولو ګواښونه؛ آخر دا څه دي؟»

Indien Shaheen Bagh aus Kolkata
انځور: DW/S. Bandopadhyay

داکتر خان زیاته کړه: «حکومت به د داسې خلکو پر ضد هیڅ ګام پورته نه کړي، خو د داسې خلکو پر ضد باید په انفرادي توګه دعوی وشي. د داسې خلکو پر ضد د کرکې خپرولو او پر وژنې د ګواښلو دوسیه جوړیدای شي. که ابتدایي محکمې د دعوې له ثبتولو انکار وکړي، سترې محکمې ته باید مراجعه وشي.»

د یادونې وړ ده چې د تابعیت په قانون کې د اصلاح په خلاف د روانو مظاهرو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې تر اوسه پورې په هند کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي. تر ټولو زیات یعنې ۱۹ تنه په اترپردیش، پنځه په آسام کې او دوه په کرناټک کې وژل شوي دي. په داسې حال کې چې په دغو مظاهرو کې په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.

دویچه ویله: اختر جاوید/ ش.ن/ب.ص