د بهرنيو چارو وزارت: له ايران سره مو سرحد د دوستۍ دئ
۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي نن يکشنبه (د جنورۍ د مياشتي ۸) په کابل کي په يوه خبره ناسته کي وويل، چي افغانستان غواړي له خپلو گاونډيانو سره ښې اړکي ولري:
«افغانستان له ايران سره ډيري نزدې اړيکي لري او دواړه هيوادونه تر ۹۰۰ کيلومتره زيات سرحد لري او افغانستان غواړي چي دغه پوله د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ، ورورۍ او همکارۍ پوله وي.»
د ايران د سپاه پاسداران د پليو قواوو مشر تيره ورځ ويلي دي، چي د افغانستان له سرحد سره په ۶۰ کيلومترۍ کښي ئې د سرحد د امنتيت ساتلو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
ايران په افغانستان کي د امريکا د پوځي حضور مخالف دئ او په ښکاره توگه پر هغه باندي نيوکي کوي.
خو موسي زی وايي، چي افغانستان له خپلو گاونډيانو څخه غواړي چي له امريکا سره د ترينگلو اړيکو سره سره له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي:
«موږ هيله لرو چي گاونډي هيوادونه افغانستان په هغو ستونزو کي له ځان سره شريک نه کړي چي د امريکا له متحده ايالاتو سره ئې لري.»
د ايران د سپاه پاسداران پوځي مانورې د افغانستان سرحد ته څېرمه څو ورځي له هغه وروسته ترسره کيږي چي دفارس په خليج کښي د ايران پوځي مانورې د لویديځ او ايران تر منځ د شخړو سبب سوي او د نفتو بيي ډيري لوړي سوي دي.
ايران گواښ کړی وو، چي د فارس په خليج کښي به د هرمز سمندري تنگی وتړي او چاته به اجازه ور نه کړي چي له دغه تنگي څخه تير سي. له دې تنگي څخه د خليج فارس د زیاترو هيوادونو نفتي بېړۍ نړيوالو بازارونو ته تيريږي. ايران حتا د امريکا متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړ چي خپله هغه ستره بېړۍ چي ۹۰ الوتکي ليږدوي د فارس خليج ته بيرته و نه ليږي.
د ايران د سپاه پاسداران پوځي مانورې په داسي حال کي د افغانستان سرحد ته څېرمه ترسره کيږي، چي څه موده وړاندي د ايران حکومت ادعا وکړه چي يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه ئې چي د هغه هيواد هوايي حريم ته بې اجازې ور ننوتلې وه، ويشتلې او رااچولې ده.
ايراني چارواکو هغه وخت وويل، چي دغه الوتکه د افغانستان له خاوري څخه ددوی خاوري ته ور اوښتې وه.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل