د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون، د سولي بهیر ته گواښ دی
۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبهواشنگټن غواړي د بن په را روان کنفرانس کي افغانستان د خپلو ګاونډيو سره تر ۲۰۱۴کال وروسته، چي بهرني پوځيان د افغانستان څخه ووزي، د سولي د بهير په اړه خبري اتر وکړي.
د افغانستان د چارو کارپو، شجاع نواز، وايي چي د بن په کنفرانس کي به د افغانستان ګاونډي هيوادونه، لکه چين، پاکستان، هندوستان او ايران د سولي په پروګرام کي خپل دريځ مشخص کړي.
نواز وايي، چي د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون د افغانستان د سولي پروسه له ستر گواښ سره مخامخ کوي.
« کيدای سي اوس د ځينو کسان سره دا فکر پيدا سي، چي پاکستان غواړي په دغه کار سره په افغانستان کي د ياغي ګروپونو څخه په کار اخيستلو سره خپلي ستراتيژۍ پرمخ يوسي.»
د نواز په وينا د پاکستان دغه پريکړه د کلنټن د هڅو پر خلاف ده. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلنټن، تيره مياشت د اسيايي هيوادونو په سفر کي د افغانستان د سولي د بهير له پاره د ملاتړ د ترلاسه کولو په برخه کي کار وکړ.
د افغانستان يوه بله کارپوهه، ليزا کورتيس، وايي چي د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون د افغانستان په اړه د بارک اوباما ستراتيژۍ له کواښ سره مخامخ کړې ده.
هغه زياتوي، د اوباما ادارې غوښتل، چي د بن په کنفرانس کي د افغانستان د سولي پروګرام له پاره ملاتړ تر لاسه کړي، خو اوس د پاکستان نه ګډون دغه پروسه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د هغې په وينا د بن کنفرانس په برخه کي د پاکستان په اړه، د پخوا څخه ځيني شکونه موجود ول، خو د پاکستان ورستۍ فيصلې دغه شکونه لا پسي پياوړي کړل.
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره، هيلري کلنټن، چي اوس د جنوبي کوريا په سفر ده، د بن په کنفرانس کي د پاکستان د نه ګډون په اړه خپګان ښوولی دئ.
هغې ويلي دي، چي متحده ايالات به د ناټو په عملياتو کي د پاکستاني سرتيرو د وژلو پېښه وڅېړي، خو دا چي پاکستان د افغانستان په هکله د بن په راتلونکي کنفرانس کي ګډون نه کوي خواشينوونکې ده.
ډيري کارپوهان باور لري چي د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکي به پرې نه شي، ځکه چي دغه دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لري. خو ښايي د دغه دواړو هيوادونو د اړيکو له ترينګلتيا څخه افغانستان ته تاوان ورسيږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل