1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبیي بریدونو د شکمن پلانوونکي د آزادي حکم وشو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۱, جمعه

پر آزاد شوي کس باندې په ۲۰۰۸ کال کې د بمبيي د بریدونو پلانولو تور لګول کیږي. له بلې خوا پاکستاني چارواکي وایي چې د داسې قانوني لارو چارو په لټه کې دي چې له مخې یې وکولای شي هغه په بند کې وساتي.

https://p.dw.com/p/1F5rN
انځور: Qureshi/AFP/Getty Images

د آزاد شوي شکمن پاکستاني ذکي الرحمن لخوي، مدافع وکیل رضوان عباسي، د پنجشبې به ورځ ومنله چې د لاهور محکمې د دغه کس د آزادي حکم صادر کړی دی. عباسي رسنیو ته وویل: «د لاهور له سترې محکمې څخه قاضي انورالحق نن زما د موکل د توقیف حکم د تعلیق حالت ته راوړ. تر هغه وروسته چې دوو کسانو د یو میلیون پاکستاني کلدارو [۱۰۰۰۰ امریکایي ډالر] په ورکولو سره د هغه ضمانت وکړ، نو قاضي هم حکم وکړ چې لخوي دې آزاد شي.»

عباسي وویل چې د جرم له اثباتیدو پرته له ۹۰ څخه د ډیرو ورځو له پاره د هر وګړي بندي کول د قانون خلاف کار دی.

لخوي د «لشکر طیبه» ډلې یو له لوړپوړو مشرانو څخه دی. پاکستاني چارواکي دغه ډله په ۲۰۰۸ کال کې په بمبیی کې له ترهګرو بریدونو سري تړي. لخوي له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستاني پولیسو په بند کې وو.

ذکي الرحمن لخوي تورن دی چې د هندوستان پر تاج هوټل او اورګاډو باندې یې بریدونه پلان کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې ۱۶۰ کسان ووژل شول. تر دغو بریدونو وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکې لا پسې ترینګلې شوې.

د لخوي پر سر جنجال

پاکستاني چارواکو د لخوي آزادۍ تایید کړی ده. هغوی ویلي دي چې د دې حکم پر ضد به قانوني اقدامات وکړي. د پنجاب ولایت لوی څارنوال نوید رسول، د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «محکمې د لخوي د توقیف حکم د تعلیق حالت ته راوستی دی. موږ پر نورو قانوني لارو چارو غور کوو چې پر دغې پریکړې باندې کره کتنه وشي.»

تر دې مخکې هم ۵۵ کلن لخوي د دسمبر په میاشت کې ۱۰ زره ډالر د ضمانت په توګه برابر کړي وو، خو پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف د هغه غوښتنه رد کړه او د توقیف موده یې ورته د درو نورو میاشتو له پاره وغځوله. دا پریکړه پر اسلام آباد باندې د نوي دهلي تر فشارونو وروسته ونیول شوه. هندوستان تل له پاکستان څخه غوښتي دي چې د لخوي دوسیه په فعال ډول تعقیب کړي.

د هند د بهرني استخباراتي سازمان یا راو د رییس ویکرم سود، په خبره پاکستان له دې ویریږي چې نه شي لخوي د پاکستان دولتي اسرار په کومي باصلاحیته محکمې کې افشا کړي. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «پاکستان د تندلارو پر وړاندې په یوه جدي اقدام کولو کې ناتوانه دی. په تیرو کلونو کې دغه هیواد د القاعدې او هغې پورې تړلو ډلو تر نفوذ لاندې وو. پر دې سربیره پاکستان د سني تندلارو ډلو تر نفوذ لاندې هم دي.»

پاکستان تل دغه تورونه چې له وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي، ردوي او وایي چې په خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب