د بلخ نوي امنیې قوماندان دنده پیل کړه
۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبهتر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې تر هغه وروسته نښتې رامنځ ته شوې چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د نوي امنيې قوماندان له معرفي کیدو سره مخالفت وښود.
رویترز خبري آژانس راپور ورکړی دی چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي او دوه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد له دویچه ويله سره په مرکه کې وويل: «له یوه ساعت راهيسې د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ په شاوخوا کې جګړه روانه ده.» نوموړي زياته کړه چې په لومړي سر کې نښتې شديدې وې خو اوس ډزې يو څه کمې شوي دي. حديد زياته کړه چې روانه جګړه تر اوسه تلفات نه لري.
اسوشیتد پريس خبري آژانس د بلخ د ګوښه شوي قوماندان جنرال اکرم سامع، په حواله لیکلي دي چې د هغه ځای ناستی عبدالرقیب مبارز، د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته رسیدلی دی خو پولیس یې له هوایي ډګر څخه د وتلو مخ نیسي. تر دې مخکې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور، د چهارشنبې په ماښام ناوخته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي ول چې د مزارشریف ښار اوسیدونکې دي د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته نه حاضریږي.