د بريتانيا پارلمان د برګزيت توافق ته بيا مخالفه رايه ورکړې
۱۳۹۸ فروردین ۱۰, شنبهدا دريم ځل دی چې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو يعنې «برګزيت» په اړه د بريتانيا د صدراعظمې ترزا مې پيشنهادي طرحه په پارلمان کې د مخالفو رايو په ترلاسه کولو له ناکامۍ سره مخ کيږي.
د پارلمان د جمعې ورځې (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۹مه) په غونډه کې ۳۴۴ غړو د برګزيت طرحې ته مخالفې رايې او ۲۸۶ غړو موافقې رايې ورکړې. ياده طرحه يوازې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه وه او تر جلا کيدو وروسته د دواړو خواوو د روابطو په اړه سياسي بيانيه يې په بر کې نه لرله.
د آلمان د يو تلويزيون د «تاګ شو» يعنې د خبرو اترو د يوې خپرونې د رپوټ پر اساس، مخکې له دې چې د رای ورکونې بهير پيل شي، صدراعظمې ترزا مې د پارلمان غړو ته په خطاب کې پر دې ټينګار وکړ چې په دې تاريخې شيبو کې، مهمه ده چې هر څوک د بريتانيا د ګټو له پاره خپل شخصي او ګوندي تمايلات يو خوا پريږدي.
مې د بريتانيا پارلمان له استازو څخه وغوښتل تر څو يو ځل بيا د خپلو زړونو آوازونو ته غوږ کښيږدي او هغه کار ترسره کړي چې د هيواد په ګټه وي. هغې د پارلمان غړو سره ژمنه وکړه چې د برګزيت توافق د تصويب په صورت کې به خپل مقام، د صدراعظمۍ دورې له ختميدو څخه د مخه پريږدي.
د وروستي مهلت له لاسه ورکول
پارلمان د برګزيت توافق ته په داسې ورځ رايې ورکړې، چې د پلان له مخې په پام کې وه بريتانيا له اروپايي اتحاديې څخه ووځي. لا د مخه روښانه وه چې د ترزا مې حکومت به د مارچ په ۲۹ ونه توانيږي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو شرايط برابر کړي.
د جمعې ورځې غونډه، له اروپايي اتحاديې څخه د لندن د وتلو د پیشنهادي طرحې د تصويب له پاره وروستی فرصت وو. اوس لندن د اپريل تر ۱۲مه وخت لري چې له توافق پرته له اروپايي اتحاديې څخه ووځي.
يو بل احتمال چې په اړه يې ګومانونه کیږي، هغه له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو د نهايي مهلت شاته غورځول دی چې د يوې نامعلومې مودې له پاره به وي. د بريتانيا په پارلمان کې د برګزيت توافق ته د دريم ځل له پاره مخالفې رايې ورکول، د ترزا مې سياسي راتلونکې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. په عين وخت کې د مخالفو ګوندونو يو شمير سياستوالو بيا د چټکو پارلماني انتخاباتو د ترسره کيدو غوښتونکي شوي دي.
د ګارګر ګوند مشر جرمي کوربين چې صدراعظمه ترزا مې يې «په ټولو آزموينو کې ماتې خوړونکې» سياستواله بللې، وروسته له هغې چې د پارلمان اکثريت غړو د برګزيت توافق ته مخالفې رايې ورکړې، ټينګار وکړ چې له موجوده بحراني وضعيت څخه د وتلو يوازينۍ لاره، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه له سره ټولپوښتنه او يا هم د چټکو پارلماني انتخاباتو ترسره کول دي.
dw persian/ م. ک. ص/ ن ص