1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین د دیوال د ړنگیدو ۲۵ کلیزې ته تیارۍ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبه

د برلین د دیوال د ړنگیدو د ۲۵مه کلیزې په مناسبت د آلمان په پلازمینه په پلازمینه برلین کې د دغه دیوال تر څنگ د جشن له پاره تیارۍ په زور او شور روان دی. د دغه دیوال په اوږدو کې ۷۰۰۰ څراغونه نصب کړای شو ي دي.

https://p.dw.com/p/1DjGT
انځور: Reuters/F. Bensch

د جمعې په ماښام د نصب شوو دغه رڼا لرونکو بالونونو د لیدلو اجازه ورکړی شوه. اوس د هغه وخت له عیني شاهدانو سره مرکې او خبرې اترې پلان شوي دي. د سړې جگړې د زمانې په هکله د پخواني شوروي اتحاد له ولسمشر میخایل گورباچوف سره هم د یوې مرکې انتظار کیږي.

د برلین دیوال ـ د نړۍ د بېلتون سمبول

میخایل گورباچوف، د «بېلډ» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې له پاره په یوه مقاله کې د سړې جگړې د ختمیدو له پاره د برلین د دیوال د ړنگیدو پر اهمیت باندې ټینگار کړی دی. هغه ویلي دي چې دغه ورځ نه یوازې د آلمانانو له پاره «بلکې د اروپا او د نورو لویو وچو د ولسونو له پاره هم د لمانځنې یوه ورځ وه.» هغه زیاته کړې ده دا ځکه چې دغه دیوال نه یوازې یو ښار تقسیم کړی وو، بلکې انسانان یې له یو بل څخه جلا کړي وو او کورنۍ یې سره ویشلې وې. هغه زیاته کړې ده: «دغه دیوال اروپا او نړۍ پر دوو برخو ویشلې وه، چې تر آخره یې یو بل پر اتومي جگړې گواښل.»

گورباچوف په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د برلین دیوال ړنگیدو نه یوازې د آلمانانو د یو ځای کیدو له پاره زمینه برابره کړه بلکې په وینا یې په سوله ییزه توگه د سړې جگړې د ختمیدو امکان یې هم رامنځ ته کړ.

خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د گورباچوف په پرتله محتطانانه څرگندونې کړي دي. هغه ویلي دي چې د برلین د دیوال د ړنگیدو ۲۵ کاله وروسته هم د اروپا پر ویش باندې په بشپړه توگه برلاس توب نه دی تر لاسه شوی. اوباما په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «د اوکراین پر وړاندې د روسیې اقدامات موږ ته دا رایادوي چې موږ لا هم باید په گډه کار وکړو تر څو په اروپا کې آزاد او په سوله ییزه ډول د ژوند کولو زموږ گډ تصور په حقیقت باندې واوړي.»

اوباما به خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې نن ورځ متحد آلمان په اروپا او ټوله نړۍ کې مخکښ نقش لري. هغه ویلي دي چې امریکا متحده ایالات پر دې باندې ویاړي چې آلماني ملگري یې د خپلو پیاوړو متحدینو په ډله که کې شمیرل کیږي.

د یکشنبې په ورځ د برلین د دیوال د ړنگیدو پنځه ویشتمه کلیزه لمانځل کیږي او برلین ته د زرونو کسانو د ورتگ انتظار کیږي. په ډیر شمیر غونډو کې به د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې د نهمې نېټې یادون وشي. د آلمان فدرالي شورا یا بونډستاگ، د تیرې جمعې په ورځ د دغې ورځې یادون وکړ.

د آلمان د فدرالې شورا رئیس نوربرت لامرت، د جمعې په ورځ د برلین د دیوال د ړنگیدو د کالیزې په مناسبت ځانگړې غونډه پرانیسته. د هغه له پاره د ۱۹۸۹ کال د نومبر د نهمې پر لسمې نیټه اوښتل د آلمان د تاریخ له ډیرو مشهورو ورځو څخه شمیرل کیږي. لامرت روښانه کړه: «له دغې نیټې سره د سوله ییز انقلاب د یادون تر څنگ د ۱۹۳۸ کال د ماتو شویو شیشو شپې یادون تړلی دی.»

د ماتو شویو شیشو شپه هغه یو تاریخ دی چی په آلمان کې د نازي رژیم د یهودیانو د کورونو او تاسیساتو پر ضد د بریدونو بندوبست وکړ.