برلین د دیوال د ړنگیدو ۲۵ کلیزه لمانځي
۱۳۹۳ آبان ۱۸, یکشنبهد برلین د دیوال د ړنگیدو د ۲۵ کلیزې په مناسبت د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په برلین کې د ختیځ او لویدیځ آلمان د ویش او تیښتې په هڅه کې د وژل شوو قربانیانو یادون وکړ. په عین وخت کې انگلا مېرکل د د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې نهمه نېټه د آلمان د نوي تاریخ نیکمرغه ورځ وبلله.
د یکشنبې په ورځ د زرگونو کسانو په حضور کې د برلین د دیوال د نړیدو د ۲۵ کلیزې یادون وشو. دغه مراسم د آلمان د صدراعظمې په شمول د چارواکو له ویناوو او د کنسرتونو د تر سره کیدو سره مل وو. په پام کې ده چې په زرگونو رڼا لرونکي بالونونه چې د برلین د نړیدلي دیوال په اوږدو کې لگول شوي دي، هوا ته پريښول شي.
په برلین کې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د برلین د دیوال د اسنادو په مرکز کې د یادون یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: «د آزادۍ ورځ تل د قربانیانو د یادون یوه ورځ هم ده.» هغه ویلي دي چې په دې کې د «آلمان د دیموکراتیک جمهوریت» د استخباراتي ادارې له لوري د تعقیب شوو کسانو یادون هم شامل دی.
انگلا مېرکل په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د ۱۹۸۹ م کال د نومبر میاشتې نهمه نېټه پر اسارت باندې د آزادۍ د بریا ورځ ده. د هغې په وینا خلکو د «ټول واک او ټول اختیار دولت»، د ځپلو او سرکوبولو پر ضد پریکړه وکړه.
صدراعظمې انگلا مېرکل په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې دې ډیر وخت ونیو او خلک زیات وکړیدل تر څو د برلین د دیوال ړنگیدل ممکن شي. د میرکل په وینا دا یوازې په آلمان کې داسې نه وو، بلکې په وینا یې په پولنډ، چکسلواکیا او نورو ډیر هیوادونو کې هم داسې وو.
په برلین کې د بېرناور سړک، په ۱۹۶۱م کال کې د دیوال د جوړیدو پر وخت د تیښتې د هڅې کوونکو کسانو له پاره د زړه بوږونکو پیښو شاهد وو. د دې له پاره چې خلک وشي کولای د دیوال بلې غاړې ته ځان ورسوي، حتې د لوړپوړو ودانیو له کړکیو څخه ځانونه راغورځول.
میرکل په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې د برلین دیوال ړنگیدو دا وښووله چې تخیل کیدای شي په یوه حقیقت باندې واوړي. د هغې په وینا هر څه په خپل شکل نه پاتې کیږي، که څه هم په مخکې یې غټ خنډونه وي.
مشرانو د قربانیانو یادون په گلانو سره وکړ
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل، د برلین ښاروال او همداشان یو شمیر نورو مشرانو د برلین د دیوال په وروستې پاتې برخې گلان کیښول، تر څو د هغو قربانیانو یادون وکړي چې له ختیځ آلمان څخه لویدیځ آلمان ته د تیښتې پر مهال وژل شوي وو.
د برلین دیوال په پخواني مسیر کې چې اوږدوالی ېې ۱۵ کیلومترو ته رسیږي، شا او خوا ۷۰۰۰ رڼا لرونکي بالونونه نصب کړای شوي دي چې د یکشنبې په ماښام به هوا ته پریښول شي.