د برلين په پېښه کي د اصلي شکمن د موندلو پر سر سل زره يورو
۱۳۹۵ دی ۲, پنجشنبهد جرمني عمومي څارنوال د هرډول داسي معلوماتو له پاره چي د انيس عمري نيول ممکن کړي، سل زره يورو نغدي جايزه ټاکلې ده. د جرمني د جنايي پوليسو په نظر دغه تونسی وگړی کيدای سي د هغه لارۍ موټروان وي چي د برلين په کريسمس بازار کي د خونړي ناورين سبب سو.
پر انيس عمري، ځکه په دغه پېښه کي د لاس لرلو شک کيږي چي په هغه لارۍ موټر کي چي په برلين کي د کريسمس پر بازار ورځغلول سوی، د هغه پېژندپاڼه (هويت کارت) پکښې موندل سوې ده.
پوليسو ويلي دي چي په قوي احتمال سره ۲۴ کلن انيس عمري وسله وال او د هرډول زورزياتي توان لري. په دغه مشکوک يرغل کوونکي پسې اوس په جرمني او درسته اروپا کي لټون روان دئ.
بله خوا نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يوه رسمي امريکايي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه ده ښوول سوی، ليکلي دي چي دغه تونسي (انيس عمري) په انترنيت کي د بم جوړولو په اړه معلومات پلټلي او له داعش سره ئې اړيکي نیولي.
دغه چارواکي ويلي دي، له هغه وروسته چي انيس عمري يووار د تلگرام مسينجر له لاري له داعش سره تماس نيولی دئ، نوم ئې امريکا ته د ممنوع پرواز په ليست کي شامل سوی دئ. خو دا روښانه سوې نه ده چي هغه څه وخت په انترنيت کي د معلوماتو تلاښ کړی او د تلگرام له لاري ئې اړيکي نيولي.
په تونس کي پوښتني گروېږني
د «الشروق» ورځپاڼي د راپور له مخي پلټونکو د تونس په شمال ختيځ القيروان ښار کي چي د سلفيانو پوخ ټاټوبی بلل کيږي، د مشکوک کس کورنۍ پوښتلې ده. خو کورنۍ ئې ويلي دي چي له ۲۰۱۰م کال راهيسي چي هغه له کوره وتلی دئ هيڅ شان پر لپسې تماس نه لري.
د هغه پلار په تونس کي له «موزائيک اف ام» راډيو سره په خبرو کي ويلي دي چي انيس عمري، نژدې ۷ کاله کيږي چي له تونس څخه وتلی دئ.
د راپور له مخي عمري د غلا په تور په غياب کي په پنځه کاله بند محکوم سوی دئ. د «دي ويلت» ورځپاڼي د راپور له مخي عمري ځکه په نبد محکوم سوی چي په ۲۰۱۰م کال کي ئې يو لارۍ موټر غلا کړی. د فرانسې خبري آژنس د امنيتي چارواکو په حواله ليکلي چي عمري څو واري په خپل هيواد کي په مخدره موادو کي د لاس لرلو په تور بندي سوی دئ.
مخکي له دې چي عمري د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کي جرمني ته راسي د ايټالوي رسنيو په خبره هغه څلور کاله په ايټاليا کي تير کړي دي. کله چي هغه په۲۰۱۱م کال کي ايټاليا ته رسېدلی، هلته په يوه ښوونځي کي د اورلگېدني په سبب څلور کاله په بند محکوم سوی. د ۲۰۱۵م کال په می مياشت کي د څلور کاله بند تر تيرېدو وروسته هغه آزاد سوی او جرمني ته راغلی.
د «ويلت» ورځپاڼي د راپور له مخي ايټالوي چارواکو اوس د هغه د گوټي نښان آلماني چارواکو ته په اختيار کي ورکړی چي دا کيدای سي د هغه په اړه د نورو معلوماتو په موندلو کي مرسته وکړي، د بيلگې په توگه چي آيا دغه کس په برلين کي د کريسمس پر بازار د لارۍ موټر د ورځغلولو موټروان وو که نه.
د جرمني په پلازمېنه برلين کي د دوشنبې په ورځ ماښام يوه مشکوک کس د کريسمس پر بازار د يوه لارۍ موټر په ورځغلولو سره ۱۳ کسان ووژل او نژدې ۵۰ نور ئې ټپيان کړل. په لومړي سر کي د پيښي ځای ته نژدې په پيښه کي د لاس لرلو په شک يو پاکستانی ونيول سو خو تر څېړنو وروسته هغه بيرته آزاد سو.